د لاس رسي وړ اتصالات

په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ او مرکل لومړۍ کتنه


ټرمپ او مرکل په داسې حال کې سره گوري چې دمخه دواړو پر یو بل انتقادونه کړي دي
ټرمپ او مرکل په داسې حال کې سره گوري چې دمخه دواړو پر یو بل انتقادونه کړي دي

د جرمني صدراعظمه انگیلا مرکل نن دوشنبه واشنگټن ته سفر کوي چې د جمهور رئیس دونالډ ټرمپ سره لومړنۍ لیدنه وکړي.

دا دواړه مشران په داسې حال کې سره گوري چې دمخه دواړو پر یو بل انتقادونه کړي دي.

خو د جرمني د بهرنیو اړیکو د شورا څیړونکې سیلکه تیمپل وايي د دواړو مشرانو ترمنځ د توپیرونو سره سره داسې هیله شته چې د اروپا تر ټولو غښتلې مشره به په دې بریالۍ شي چې د خپلې پوهې او تجربو نه په استفادې سره یو شمیر هغه اندیښنې لرې کړي چې په سپینه ماڼۍ کې د ښاغلي ټرمپ د کار په لومړۍ اونۍ کې په نړیوال کچه پیدا شوي دي.

که څه هم میرمن مرکل د ښاغلي ټرمپ سره تیلیفوني تماس درلوده، خو ټاکل شوې د لومړي ځل لپاره د سه شنبې په ورځ د هغه سره مخامخ وگوري او د میرمن تیمپل په وینا د جرمني صدراعظمې ته به یو ښه فرصت وي چې ټرمپ لا ښه وپیژني.

د شاوخوا ١٢ کالو راهیسې میرمن مرکل د جرمني د صدراعظمې په توگه دنده ترسره کړې او په دې ترڅ کې د امریکا د متحده ایالاتو د پخوانیو جمهور رئیسانو جورج بوش او باراک اوباما سره ښه اړیکې درلودلې دي.

میرمن مرکل دمخه ویلي وو چې هغه د هغو سیاستوالو په تکتیکونو نه متاثره کیږي چې وغواړي په یو ډول سره هغه پر شا وتمبوي.

د میرمن سِلکی تیمپل، په وینا، د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین، د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان او یو شمیر نورو مشرانو دا کار وکړ، خو میرمن مرکل د هغوی له کړنو نه متاثره نه شوه، ځکه هغه "خورا حوصیله منده میرمن ده چې پوره آرامش او په خپل نفس اعتماد لري" او له دې ډول اعمالو نه نه متاثره کیږي.

مرکل، ټرمپ او نړیوال تجارت

د ښاغلي ټرمپ د پیژندنې تر څنگ میرمن مرکل واشنگټن ته سفر کوي چې د متحده ایالاتو سره د څو اړخیز تجارتي توافق په هکله او د اروپایي ټولنې نه د بریتانیې د وتلو څخه د ښاغلي ټرمپ د پلوۍ په هکله هم له هغه سره خبرې وکړي.

د نړیوالې سوداگرۍ په هکله میرمن مرکل د پنجشنبې په ورځ د جرمني پارلمان ته په خپله وینا کې وویل چې د داخلي تولیداتو څخه ملاتړ او ملتپاله سیاست د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې مخ په ودې دی، خو اروپا به هیڅکله منزوي نشي او ځان به د سوداگریزو موافقو نه ونه باسي.

داسې ښکاري چې د میرمن مرکل اشاره د TTP په نامه د څو اړخیز تجارتي توافق په هکله د جمهور رئیس ټرمپ څرگندونو ته وه. دغه تجارتي موافقه چې د جمهور رئیس اوباما په دوره کې بشپړه شوه ښاغلي ټرمپ هغه د خپل کار په لومړیو ورځو کې د یو اجرایي فرمان په ترڅ کې ودروله.

په بدل کې ښاغلي ټرمپ وویل چې د هر یو هیواد سره به په ځانگړې توگه تجارتي موافقه وکړي. په دې سفر کې به یو سوداگریز هیات هم د میرمن مرکل ملتیا وکړي چې په کې د BMW او Siemens د شرکتونو رئیسان شامل دي، دغو دوو شرکتونو په متحده ایالاتو کې شاوخوا ۱۲۰ زره کاگر استخدام کړي دي.

د سوداگریزو موضوعگانو تر څنگ د نورو مسایلو په هکله هم د دواړو مشرانو ترمنځ اختلافونه شته. د ٢٠١٥ کال د انتخاباتي مبارزو په ترڅ کې ښاغلي ټرمپ په جرمني کې د سلگونو زرو مهاجرو د منلو په اړه د میرمن مرکل په تصمیم انتقاد وکړ او هغه یې "غمیزه" وگاڼه.

ښاغلی ټرمپ په یو ډول د مهاجرینو د منلو مخالف دی. د همدې دلیل له مخې د خپل کار په لومړیو ورځو کې یې د یو اجراي فرمان په ترڅ کې امریکا ته د یو شمیر اکثریت مسلمان میشته هیوادونو د اوسیدونکو راتگ په موقته توگه بند کړ.

برسیره پر دې، ښاغلي ټرمپ د ناټو په غړو هیوادونو ښکاره انتقاد کړی دی او ویلي یې دي چې ناټو "منسوخ" ده او ددې سازمان د غړو هیوادونو یې غوښتي چې لږ تر لږه خپله دوه فیصده بودجه په دفاعي چارو ولگوي.

د ناټو د غړو هیوادونو په هکله د ښاغلي ټرمپ د څرگندونو سره سره د امریکا مرستیال جمهور رئیس مایک پنس، تیره میاشت په مونشن کې د ناټو غړو هیوادونو ته ډاډ ورکړ چې د اروپایي متحدینو په اړه د امریکا د متحده ایالاتو ژمنتیا نه بدلیدونکې ده.

XS
SM
MD
LG