د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمني پولیسو یو پخوانی طالب د قتل په تور ونیو


د جرمني رسنیو د افغان پناه غوښتونکو په جامه کې هغه هیواد ته د زرگونو طالبانو د ورتگ خبر ورکړی دی
د جرمني رسنیو د افغان پناه غوښتونکو په جامه کې هغه هیواد ته د زرگونو طالبانو د ورتگ خبر ورکړی دی

د جرمني مقاماتو یو افغان په دې تور نیولی دی چې د طالبانو غړی و او د یو افغان پولیس په وژنه کې یې رول درلودلی دی.

د جرمني فدرالي څارنوالانو د سه شنبې په ورځ وویل چې دغه شخص "امید. ن" نومیږي، شل کلن دی او د جمعې په ورځ نیول شوی دی.

امید، په دې تورن دی چې په ۲۰۱۳ کال او یا له هغه دمخه د طالبانو سره یوځای شوی او د هغې ډلې لپاره یې جلب او جذب کړی دی.

جرمني څارنوالان وایي چې امید د ٢٠١٣ کال په لومړیو کې یو افغان پولیس په ونې پورې تړلی و او له شکنجې، وهلو ټکولو وروسته یې هغه د وسلې په ډزو وژلی دی.

جرمني مقاماتو همداشان ویلي دي چې امید ته وظیفه ورکړل شوی وه چې بمونه کیږدي خو څرنگه چې دې کار ته تیار نه و، د ایران او ترکیې له لارې اروپا ته تښتیدلی دی او د ٢٠١٣ کال په نوامبر کې جرمني ته رسیدلی دی.

څو ورځې دمخه د جرمني د شپیگل مجلې هم رپوټ ورکړی و چې په څو تیرو کلونو کې د طالبانو د ډلې په زرگونو غړي هم د افغان مهاجرو په منځ کې جرمني ته ورغلي دي.

XS
SM
MD
LG