د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني کې افغان د افغان د وژلو په تور پوښتل کيږي


د قتل اصلي انگیزه لا هم نه ده څرگنده

د جرمني پولیس وایي غواړي د یوې افغانې پناه غوښتونکې د وژنې په انگیزې پوه شي چې د تیرې شنبې په ورځ مونش ښار ته نژدې په پرین ښارگوټي کې ووژل شوه.

د لومړنيو رپوټونو له مخې دغه میرمن له اسلام اوښتې وه او مسیحیت ته یې مخه کړې وه چې دغه کار د هغې د یو وطندار د غوسې سبب شوی و.

د جرمني د بیلډ ورځپاڼې د ٣٨ کلنې وژل شوې میرمنې د خور په وینا لیکلي دي چې په خور یې په یوه کلیسا کې له عبادت کولو وروسته دغه حمله وشوه.

پولیسو تر اوسه د قاتل او مقتول هویت نه دی په ډاگه کړی، خو ویل شوي دي چې ٢٩ کلن تورن شخص د رواني ناروغیو په یو مرکز کې تر څارنې او درملنې لاندې دی.

دغه میرمن د خپلو دوو ماشومانو په مخ کې د یو پلورنځي مخ ته په چاقو ووهل شوه چې بیا په روغتون کې مړه شوه. د جرمني د زوددویچشه سایتونگ ورځپاڼې لیکلي چې دې میرمنې دوه ماشومان درلودل چې یو یې یولس او بل یې پنځه کلن دی.

د پولیسو ویاند اندریاس گوسک وویل چې د سه شنبې د ورځې پلټنو ښودلې چې قتل د حسادت له مخې نه دی شوی، خو اصلي انگیزه لا هم نه ده څرگنده.

XS
SM
MD
LG