د لاس رسي وړ اتصالات

المان د تخار ولایت سره اته نیم میلونه یورو مرسته کوي


المان د تخار ولایت سره اته نیم میلونه یورو مرسته کوي
المان د تخار ولایت سره اته نیم میلونه یورو مرسته کوي

په کابل کې د المان سفیر رودیګرکونیګ تخار ولایت ته د خپل سفر پر وخت ددغه ولایت سره د اته نیم میلونه یورو مرستې اعلان وکړ.

کونیګ په تالقانو کې په یو مطبوعاتي کنفرانس کې خبریالانو ته وویل چې دغه مرستې به په تخار ولایت کې په بنسټیزو پروژو ولګول شي.

"اته نیم میلونه یورو چې د تخار ولایت لپاره په پام کې نیول شوي، د المان له هغو مرستو څخه دي چې باید په بنسټیزو پروژو ولګول شي"

نوموړي وویل چې المان د افغانستان سره خپلې مرستې د پخوا په پرتله دوه برابره زیاتې کړي دي: "المان په ۲۰۱۰م کال کې د افغانستان سره په خپلو مرستو کې څلور سوه میلونه یورو زیاتوالی راوستلی چې ورسره ددغه هیواد مرستې د تیرو کلونو په پرتله دوه برابره شوي دی، چې موږ به په ۲۰۱۱ م کال کې هم لږ تر لږه په همدغه اندازه مرستې د افغانستان د خلکو سره وکړو"

کونیګ زیاته کړه چې ددوی مرستې به تر ۲۰۱۴ م کال پورې محدودې نه وي بلکې دوام به کوي، او د افغانستان په بیا رغولو کې به برخه اخلي.

د تخار والي عبدالجبار تقوا د دغه ولایت سره د المان هیواد له لوري له شوو مرستو مننه وکړه او ددغه هیواد له سفیره یې د دوامداره مرستو غوښتنه وکړه.

"زما غوښتنې دادي کومې مرستې چې المان کوي په داسې پروژو یې ولګوي، چې د تخار ولایت ورسره پرمختګ وکړي، دوی باید د لویو او بنسټیزو پروژو لپاره مرستې ځانګړي کړي"

د المان سفیر رودیګرکونیګ ددې سفر پر وخت د تخار پوهنتون د زراعت پوهنځي ودانۍ هم پرانستله چې د المان هیواد د بهرنیو چارو وزارت لخوا د شپږ سوه زره یورو په لګښت جوړه شوې وه.

هغه همدارنګه د تخار پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځي د ودانۍ د بنسټ ډبره هم کیښوده چې ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزرارت لخوا د ۷ سوه زره یورو په لګښت په دوه پوړو کې جوړیږي، چې ۹ درسي خونې، ۴ دلابراتوار خونې، یو کتابتون او دوه اداري خونې لري.

د تخار پوهنتون ریس انجنیرشمس الحق کاشفي برمکي په دغه پوهنتون کې د زراعت د پوهنځي د ودانۍ جوړیدل یوه لویه لاسته راوړنه ګڼي او په اړه یې وايي: "د زراعت پوهنځی په دوه پوړو کې د المان هیواد په مالي لګښت جوړ شوی چې ۱۷ خونې لري، څلور لابراتوارونه لري، یو کتابتون او د ریاست او نورې ضروري خونې لري"

د تخار پوهنتون د زراعت پوهنځي محصلین هم په دې خوښ دي چې د پوهنځي ودانۍ یې جوړه شوه، ددغه پوهنځي محصلینو تر دې وخته د نورو پوهنځیو په درسي خونو کې به زده کړې بوخت وو.

دتخارپوهنتون دکرنې پوهنځي د څلورم ټولګي محصل عالم بهزاد وایی : "تر اوسه مو د ځای کمبود درلود، او د شرعیاتو په پوهنځي کې مو تحصیل کاوه، چې د ځای د کمښت له امله مو دوه وخته سهار او ماښام زده کړې کولې، خو اوس له نیکه مرغه چې ودانۍ مو جوړه شوه کولی شو چې د سهار لخوا خپلو زده کړو ته دوام ورکړو"

د یادونې وړ ده چې د تخار پوهنتون د زراعت پوهنځي د ودانۍ د پرانستلو لپاره د المان د سفیر تر څنګ د لوړو زده کړو وزرارت تدریسي مرستیال پوهنوال محمد عثمان بابري هم تخار ته سفر کړی و. هغه د تخار پوهنتون د ليلې د نشتوالي په اړه وویل چې دا وخت د لوړو زده کړو وزارت انکشافي بودیجه کمه ده او هیله یې څرګنده کړه چې په راروان کال کې شاید ددوی انکشافي بودیجه یو څه لوړه وي چې په وینا یې په دغه صورت کې به دوی کوښښ وکړي چې د تخار پوهنتون لپاره د ليليې ودانۍ جوړه کړي.

XS
SM
MD
LG