د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني او افغانستان د بن پر دوهمې غونډې خبرې کړي


جرمني او افغانستان د بن پر دوهمې غونډې خبرې کړي

جرمني او افغانستان د بن پر دوهمې غونډې خبرې کړي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر افغان جمهور رییس حامد کرزي سره د راتلونکي بن کنفرانس په هکله خبرې کړي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویستر نن له خپل افغان سیال سره په کابل کې خبري ویلي چې د خپل افغان سیال سره یې په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې وویل، د جمهور رییس کرزي او افغان چارواکو سره په بن کې د دایریدونکي دوهم کنفرانس په اړه غږیدلی دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کوي چې د ۲۰۱۴ نه پس به هم ددې هیواد پراخې همکارﺉ له افغانانو سره وي خو دا مرستې به یوازې شکل بدلوي.

ښاغلی ویستر، افغانانو ته د ملک د امنیت په سپارل کیدو خوشحالي څرګندوي او وایي افغانستان پس له انتقاله په خپل هیواد کې د قانون د حاکمیت پر لورې ګام اوچتوي خو نړیواله ټولنه او جرمني به یې هیڅ کله یوازې نه پریږدي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د ۲۰۱۴ نه وروسته له افغانستان سره د اوږد مهاله اړیکو په درلودو ټینګار کوي او وایي دا اړیکې به نه پرې کیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول وايي چې جرمني له افغانستان سره د امن په راوستو کې سترې مرستې کړي دي.

ښاغلی رسول وايي: د دوهم بن په کنفرانس باندې خبرې وشوې او دا کنفرانس د نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د ژورو او ټینګو اړیکو ښکارندوی دی.

د بن دوهم کنفرانس چې د روان میلادي کال د دسمبر په میاشت کې به جوړیږي په افغانستان کې به درې مهمې برخې څیړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه وایي په دوهم بن کنفرانس کې به نږدی ۱۰۰۰ سیاسي استازي او د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي خو ددې کنفرانس مشري به د افغانانو له خوا کیږي.

په دوهم بن کې د نړۍ د نورو هیوادونو تر څنګ د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو شتون په دې هیواد کې د دوی د مداخلو له امله اړین بلل شوی دی.

د بن په لومړي کنفرانس کی هم د افغانستان لیرې او نږدې ګاونډیو او د نړۍ ځینو نورو هیوادونو په خبرو کې برخه لرله.

خو د کارپوهانو په وینا، وروستیو کلونو وښودله چې په افغانستان کې ددغو هیوادونو د ګټو توپیر ددې سبب شو چې د کړو ژمنو سره سره نړیوال هیوادونه په دغه هیواد کې یو تر بله ریښتینې همکاري ونلري، چی همدا په افغانستان کې د وضعیت د لا کړکیچن کیدو لامل شوی دی.

جرمني دا مهال هڅه کوي چې طالبان هم په دوهم بن کنفرانس کې ګډون ته راضي کړي. ځینې په کور دننه او بهرني سیاسي کارپوهان په دې آند دی چې طالبانو په خپل دریځ کې نرمي څرګنده کړې او تر ډیره بریده دا ښکاري چې دوی به په دوهم بن کې مذاکرې ته حاضر شي.

جرمني چې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو منځګړیتوب هم کوي دا مهال په افغانستان کې ۵۳۰۰ سرتیري لري چې د هیواد په شمالې سیمو کې د ناټو ځواکونو په چوکاټ کې همکاري کوي.

همدارنګه دا هیواد د افغان پولیسو په روزنه کې هم مرسته کوي. له افغانستان سره د جرمني کلنۍ مرستې نږدې۴۳۰ ملیونه یورو ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG