د لاس رسي وړ اتصالات

په جرمني کې د القاعده د شبکې مشکوک غړي نیول شویدي


په جرمني کې د القاعده د شبکې مشکوک غړي نیول شویدي
په جرمني کې د القاعده د شبکې مشکوک غړي نیول شویدي

د جرمني چارواکي وایي چي د القاعدې هغو دروتنو مشکوکو غړو چي د جمعې په ورځ ونیول شول، په دې هیواد کي د بمونو د چولو پلانونه درلودل.

د جرمني څارنوال ( رېنر ګریس بام ) نن د شنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس ته وویل چي دغو درو تنو په نظر کي درلودل چي په یوه ګڼ ځاي باندي حمله وکړي، مګر تر اوسه یې لا کوم ځای په نښه کړی نه و.

چارواکو وویل چي دوي ددغو درو تنو د نیولو فیصله هغه وخت وکړه چي تحقیقاتو دا وښودل چي هغوي کوم بم جوړاوه چي دا ددې نښه ده چي هغوي به شاید کومي حملې ته نژدې شوي وو. د رپوټونو په اساس دغو درو تنو دا سي خبري سره کړي وې چي دا بم به یوه بس موټر ته ایږدي.

دغه درې کسه د المغرب دي او هغوي د جمعې په ورځ د جرمني په لویدیځ کي په دوو ښارونو کي نیول شوي دي.

چارواکي وایي چي ددې ډلي مشر چي ٢٩ کلن المغربی دی، تیر کال په وزیرستان کي د القاعدې په یوه کمپ کي روزل شوی و. بل تن ٣١ کلن دی او د المغرب او جرمني دواړو تابعیت لري او دریم نفر ١٩ کلن او جرمني او ایراني تابعیت لري

XS
SM
MD
LG