د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني ټولنیزې شبکې د ناسم خبر په خپرولو جریمه کوي


جرمني غواړي نوی قانون تصویب کړي چې د درواغو او کرکجنو خبرونو خپرونکې ټولنیزې شبکې جریمه شي
جرمني غواړي نوی قانون تصویب کړي چې د درواغو او کرکجنو خبرونو خپرونکې ټولنیزې شبکې جریمه شي

د جرمني کابینې د یو نوي قانون مسوده ومنله چې په ټولنیزو شبکو کې د کرکجنو ویناو او کاذبو خبرونو د خپرولو په وړاندې مبارزه کوي او هغه محدودوي.

د جرمني حکومت د چهارشنبې په ورځ د هغو مقرراتو په پلي کولو موافقه وکړه چې که یوه ټولنیزه شبکه ونه شي کړای د کرکجنو او نوم بدوونکو ویناوو په څیر غیر قانوني محتویات او یا هم له دروغو ډک خبرونه سمدستي لېرې نه کړي، ښایي تر ٥٠ میلیون یورو پورې جریمه شي.

د جرمني د عدلي چارو وزیر هایکو ماس وویل هغه شرکتونه چې خپلو مشتریانو ته آنلاین خدمتونه وړاندې کوي مسؤلیت لري چې کرکجن محتویات له منځه یوسي. هغه وویل "د کوڅې او بازار په څیر په ټولنیزو شبکو کې هم جنایي انگیزو ته اجازه نشته".

د جرمني د عدلیې وزیر وویل د پوره گټورتیا په خاطر د کرکجنو ویناو او درواغو خبرونو د خپرولو په وړاندې د مبارزې اقدامات باید ورو ورو ټولې اروپا ته پراخ کړای شي.

همداشان د جرمني حکومت هڅه کوي هغو سوداگریو ته د مقرراتو په آسانولو سره چې وړیا ویرلیس خدمتونه عرضه کوي، په ټول جرمني کې د وای فای خدمتونه پراخ کاندي.

د جرمني د اقتصاد وزیرې بریگیټ زیپریس، وویل چې د نوي قانون له مخې که د یوې مغازې یا رستوران د وای فای کارونکي غیر قانوني محتویات ډانلوډ کړي، د مغازې یا رستوران خاوند به د هغې مسول نه وي.

خو دغه قانون باید لا هم د جرمني پارلمان ته د رایه ورکونې لپاره وړاندې شي، او د پارلمان اکثریت وگټي.

XS
SM
MD
LG