د لاس رسي وړ اتصالات

د مونیخ برید پای ته ورسیدی، بریدګر ایران الاصله جرمنی و


د جرمني د مونیخ په ښار کې وسله وال برید هغه مهال پای ته ورسیدی چې برید کونکي ځان ووژاه. په برید کې ۹ کسه ووژل شول.

د برید کونکي د مرام په هکله تراوسه څه نه دي ویل شوي خو په ریپوټونو کې راغلي چې هغه ایران الاصله جرمنی و.

د جرمني صدراعظمه انګلا میرکل د مونیخ د برید په هکله د بیړنۍ امنیتي غونډې دپاره تیاری نیسي. دا غونډه به نن د شنبې په ورځ وشي او ویل کیږي چې د کابینې غړي برلین ته سفر کوي چې په غونډه کې ګډون وکړي.

د میرمن میرکل د دفتر ریْس پیتر التمایر وویل چې برید ،،غیر انساني،، او ،،وحشي،، کار و چې وشو. هغه په دې برخه کې د تروریزم د دخالت موضوع رد نکړه.

په عین حال کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د امنیتي چارواکو سره د یوې غونډې پرمهال د مونیخ د برید په هکله خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې،، په داسې حال کې چې اوس هم د پیښې په هکله جزیات رابرسیره کېږي مونږ د خوږ شویو کسانو سره غم شریکي څرګندوو.،،

ښاغلي اوباما وویل چې جرمني د امریکا یو د ترټولو نږدې متحدینو په جمله کې راځي او ژمنه یې وکړه چې امریکا به ددې وضیعت سره د مقابلې په برخه کې د جرمني سره هر ډول ملاتړ وکړي.

د سپینې مانۍ ویاند جاش ایرنست وروسته وویل چې ،، د امریکا متحده ایالات دا برید چې ظاهراْ تروریستي برید معلومیږي په کلکو الفاظو غندي.،،

د برید کونکي په هکله تحقیق روان دي چې دا معلومه سي چې ولي يې دا برید کړی دی. سمدستي چارواکي وايي چې هغه دا برید په یواځي سر کړی دی او اقدام یې دستوري نه و خو بیا هم د المان امنیتي چارواکي په پیښه کې د تروریزم مسله نه ردوي.

برید کونکی د برید څخه وروسته وتښتیدی او امنیتي چارواکي د جرمني په دریم غټ ښار مونیخ کې په بیلابیلو برخو کې پسي ګرځیدل چې پیدا یې کړي.

XS
SM
MD
LG