د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني ۱۵ نور افغان کډوال هم وشړل


افغان حکومت وايي ۳۵۵ زره افغانان په اروپايي هېوادونو کې ژوند کوي
افغان حکومت وايي ۳۵۵ زره افغانان په اروپايي هېوادونو کې ژوند کوي

پنځلس هغه افغانان چې جرمني کې یې د پناه غوښتنلیکونه رد شوي وو، د سه شنبې په ورځ په زوره له دې هېواد څخه افغانستان ته راولېږل شول.

دا افغانان د هغه هوکړه لیک په بنسټ چې افغان حکومت له ځینو اروپایي ټولنې سره لاسلیک کړی، له جرمني څخه ویستل شوي دي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې دا د هغو افغانانو څلورمه جوپه ده چې د جرمني محکمو یې د پناه غوښتنې اسناد دي منلي.

د وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ الله میاخېل امریکا ته وویل "د جرمني او افغانستان تر منځ د ګډې اعلامیې وروسته چې د اکتوبر په درېیمه لاسلیک شوه، شاوخوا ۷۷ تنه او د دې الوتکې د کسانو په ګډون بېرته را استول شوي، تر ۹۰ کسانو زیات کابل ته راستانه کړل شوي دي".

افغان حکومت له اروپایي ټولنې سره د ۲۰۱۶ میلادي کال د اکتوبر میاشتې پر درېیمه نېټه، داسې هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې هغه افغانان چې د پناه غوښتنې خواست یې د اروپايي هېوادونو له خوا نه منل کیږي، د دې هوکړه لیک له شرایطو سره سم، بېرته افغانستان ته را استول کیږي.

تر دې هوکړه لیک وروسته په ۲۰۱۶ میلادي کال کې۱۰زره افغانان په خپله خوښه له اروپا څخه بېرته افغانستان ته راغلي، او تر پنځه سوه زیات کسان په اجباري توګه ایستل شوي دي.

همداشان د ۲۰۱۷ میلادي کال له پېل څخه تر اوسه، ۴۰۲ افغان کډوال په خپله خوښه له اروپايي هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي، او ۱۷۵ تنه نور په زوره ایستل شوي دي.

شړل شوي افغانان څه وايي

هغه افغانان چې بېرته راستانه کړل شوي دي، ټینګار کوي چې له اروپايي هېوادونو څخه د کډوالو د ایستلو په تړاو له اروپايي ټولنې سره د افغان حکومت هوکړه لیک، په دغو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو د بدبختۍ لامل شوی دی.

عبید روز یو له هغه لسګونو افغانانو څخه دی چې په جرمني کې تر لس کاله ژوند کولو وروسته افغانستان ته په اجباري ډول راستون کړل شوی دی.

عبید وویل " امنیت نشته، څه وکړو؟ چېرته لاړ شو؟ هر ځای ته چې لاړ شو بېرته مو رالېږي. دا قرارداد چې یې وکړ، ټول بدبخت شول. قرارداد یې لاسلیک کړ، دوی وايي خلک بېرته راولئ، خو نه پوهیږي چې له کومې لارې تللي، څومره خلک په لار کې مړه شول، بیا هم وايي چې کډوال بېرته افغانستان ته راولئ، دلته څه وکړي؟ موږ دلته راغلي یو، هیڅ شی نه لرو، که دا بدبختي نه وي نو څه ده؟ "

جمعه خان تر اووه کاله زیات په جرمني کې ژوند کړی دی، دی له هغه افغانانو څخه دی چې نن په اجباري توګه افغانستان ته راستون کړل شوی دی.

هغه امریکا غږ ته وویل تر نهو زرو زیات امریکايي ډالر یې لګولي چې جرمني ته ورسیږي خو اوس په زوره افغانستان ته وشړل شو.

هغه وايي" له ښاغلي اشرف غني څخه غواړم چې د کډوالو ایستل ودروي، ځکه چې دا زموږ د هېواد د اقتصاد او هغه ځوانانو لپاره چې هلته کار کوي ښه دی. زه خپله او دوه نور ځوانان له کاره راستانه کړل شوو، حکومت که د ایران او پاکستان کډوالو ته چې تر وهلو ډبلو لاندې دي ورسیږي، هم لویه خبره ده".

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت شمېرې ښيي چې ۳۵۵ زره افغانان په اروپايي هېوادونو کې ژوند کوي.

هغه افغانان چې په خپله خوښه له اروپايي هېوادونو، افغانستان ته راستنیږي د افغان دولت او اروپايي هېوادونو له خوا امتیازات ترلاسه کوي، خو بل خوا ته هغه کسان چې په اجباري توګه ایستل کیږي، چندان امتیازات نه ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG