د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني په جرم تورن مهاجر باسي


دغه قانوني لایحه باید اوس د بوندیستاگ یا د جرمني د پارلمان د استازو د مجلس له خوا تصویب شي.
دغه قانوني لایحه باید اوس د بوندیستاگ یا د جرمني د پارلمان د استازو د مجلس له خوا تصویب شي.

د جرمني د صدراعظمې انگیلا مرکل ایتلافي حکومت د جنورۍ په ٢٧ د هغه نوي وړادنیز شوي قانون ملاتړ وکړ چې له مخې یې په جنایي جرمونو تورن پناه غوښتونکي ددې هیواد څخه په اسانه ایستل کیدای شي.

دا مسوده له هغه وروسته تصویب ته وړاندې کیږي چې د نوي میلادي کال په شپه د جرمني په کولن ښار کې د ښځو د زوزونې راپورونه ورکړل شول او پدې کار کې کډوال ګرم وبلل شول.

څه دپاسه شپږ سوه ښځو شکایت کړی دی چې په کولن او نورو ښارونو کې زورول شوي دي. پولیسو ویلي چې د دوی پلټنې د شمالي افریقا څخه راغلیو غیر قانوني مهاجرو او پناه غوښتونکو ته متوجه دي.

وړاندیز شوی قانون به له جرمني څخه د هغو بهرنیانو شړل اسانه کړي چې د اروپایي ټولنې اوسیدونکي نه وي او په فزیکي او جنسي تیریو تورن شوي وي.

هغه بهرنیان چې د پولیسو پر وړاندې یې مقاومت کړی وي او ملکیتونو ته یې تاوان رسولی وي، دا د هغوی د ایستلو لپاره یوه زمینه کیدای شي، خو په دې شرط چې دوی د تشدد او یا د تهدید نه کار اخیستی وي.

دا قانون به همداشان مقاماتو ته ددې زمینه ورکړي چې هغو نویو مهاجرو ته پناه ور نه کړي چې یو کال زنداني شوي وي.

جرمني تیر کال یې یو عشاریه یو میلیون پناه غوښتونکو ته ځای وکړ، خو د انگیلا مرکل مهاجر-پلوه سیاست، مهاجرو ته د منسوبو بریدونو په وجه له پوښتنو سره مخامخ شوی.

د جرمني د عدلیې وزیر وایي نوی قانون به د هغو سلگونو زرو پناه غوښتونکو سره مرسته وکړي چې جرمي سابقه ونه لري.

دغه قانوني لایحه باید اوس د بوندیستاگ یا د جرمني د پارلمان د استازو د مجلس له خوا تصویب شي.

تیره ورځ د ډنمارک پارلمان یوه داسې جنجالي تگلاره ومنله چې د هغه هیواد پولیسو ته اجازه ورکوي تر څو د مهاجرینو قیمتي شیان چې ارزښت یې له ١٥٠٠ امریکایي ډالرو اوچت وي، ترې واخلي.

د دې نوي قانون له مخې چې په ٨١ موافقو او ٢٧ مخالفو رائیو سره تصویب شو هغه پناه غوښتونکي چې دولتي مرستې غواړي باید د هغوی شتمني له ١٥٠٠ امریکایي ډالرو څخه لوړه نه وي.

XS
SM
MD
LG