د لاس رسي وړ اتصالات

کډوال او ۶۹ زره جرمونه په جرمني کې


تیر کال د ریکارډ په کچه څه دپاسه یو میلیون مهاجر جرمني ته تللي دي
تیر کال د ریکارډ په کچه څه دپاسه یو میلیون مهاجر جرمني ته تللي دي

د جرمني پولیس وایي د ٢٠١٦ کال په لومړیو دریو میاشتو کې په جرمني کې مهاجر په ٦٩٠٠٠ زره جنایي پیښو کې ښکیل شوي دي. دغه رپوټ ښایي په جرمني کې اندیښنې وزیږوي په ځانگړې توگه ددې هیواد د صدراعظمې انگیلا مرکل د مهاجرت د لیبرالې پالیسۍ پر وړاندې.

تیر کال د ریکارډ په کچه څه دپاسه یو میلیون مهاجر جرمني ته تللي دي چې اکثریت یې د سوریې، عراق او افغانستان اوسیدونکي دي.

د جرمني د فدرالي پولیسو رپوټ څرگندوي چې په جنایي پیښو کې په ښکیلو وگړو کې اکثره د شمالي افریقا، گورجستان او صربیا وگړي شامل دي.

ددې رپوټ له مخې د هغو جرایمو مطلقه شمیره چې د مهاجرو درې عمده ډلې سوریان، افغانان او عراقیان په کې ښکیل شوي لوړه وه. خو په جرمني کې د ټولو مهاجرو د مجموعي شمیر په تناسب په جنایي پیښو کې د دوی ښکیلتیا تر ډیره ح

په رپوټ کې دا هم ویل شوي دي چې د شاو خوا یو عشاریه یو میلیون مهاجرو اکثریت په جرمونو کې دخیل نه وو.

دا لومړی ځل دی چې د جرمني پولیسو د هیواد د ټولو ١٦ ایالتونو جرمي او جنایي معلومات خپاره کړي دي. رپوټ څرگندوي چې ٢٩ عشاریه دوه فیصده جرمونه چې مهاجرو د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې ترسره کړي او یا یې غوښتل چې ترسره یې کړي، هغه د غلاو پیښې وی.

٢٨ عشاریه دری یې د مالکیت او یا اسنادو د جعل اړوند پیښې او ٢٣ فیصده یې جسمي ازار و. د مخدره توکو اړوند پیښو شمیره ٦ عشاریه ٦ وه او جنسي زورونه یواځې یو فیصد وه.

څارنوالان وایي تیره اونۍ د دریو تنو پاکستانیانو څخه چې په جرمني یې پناه غوښتې هغه وخت تحقیقات وشول چې په لسگونو ښځو شکایت وکړ چې د موسیقۍ په یو جشن کې د جنسي زورونې سره مخامخ شوي.

خو دا په داسې حال کې دي چې ددې رپوټ له مخې د مهاجرینو اړوند جرمونو شمیره د جنورۍ او مارچ د میاشتو په منځ کې د پخوا په پرتله څه دپاسه ١٨ فیصده راټیټه شوی ده.

XS
SM
MD
LG