د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني د هتلر "مبارزه" خپروي


د YouGov "یوگاو" په نامه د یوې انترنیتي ټولنې د یوې سروې له مخې تیره میاشت ٥١ فیصده جرمنانو ددې کتاب په چاپ باندې د بندیز له دوام سره مخالفت څرگند کړی دی. عکس: رویترز
د YouGov "یوگاو" په نامه د یوې انترنیتي ټولنې د یوې سروې له مخې تیره میاشت ٥١ فیصده جرمنانو ددې کتاب په چاپ باندې د بندیز له دوام سره مخالفت څرگند کړی دی. عکس: رویترز

جرمني غواړي د لومړي ځل لپاره د هتلر له مړینې راوروسته د نازي د مشر د "زما مبارزه" تر عنوان لاندې لیکنه چاپ کړي. خو ددې لیکنې د ماهیت په هکله چې آیا یوه لمسونکې توپیري انتقادي، او که یوه موثره پوهنیزه لیکنه ده، یو لړ اختلافونه رامنځ ته شوي دي.

اویا کاله مخکې د ١٩٢۴ او ١٩٢٦ کلونو ترمنځ ادولف هتلر د کتاب د چاپیدو اجازه ورکړې وه خو د دوهمې نړیوالې جگړې پاې کې متحدینو د کتاب چاپیدل بند کړل. اوس د روان کال په پای کې د هتلر له لورې د لیکل شوي اجازه لیک اعتبار پای ته رسیږي.

په مونشن ښار کې د معاصر تاریخ د انستیتوت د پوهانو له درې کلن زیار وروسته به د جنورۍ په میاشت کې دغه ٢٠٠٠ پاڼیز کتاب په دوو ټوکونو کې بازار ته وړاندې شي.

هتلر په ١٩٢٣ کال کې د مونشن د ناکامې کودتا وروسته د لندزبرگ په زندان کې ددې کتاب لپاره د خپل ژوند لیک لومړی برخه ولیکله او بیا له زندان څخه د ازادیدو وروسته یې د برشتز گارتن په غرنۍ سیمه کې ددې کتاب زیاته برخه بشپړه کړه.

هغه په دې کتاب کې د شخصي تجربو او سیاسي ایډیالوژۍ په انځورولو سره خپله تگلاره روښانه کړې ده. دا کتاب لومړی ځل په ١٩٣٣ کې کله چې هغه د جرمني صدراعظم شو چاپ شو او تر ١٩۴٥ کال پورې ددې کتاب ١٢ میلیونه ټوکه وپلورل شول. دا کتاب په ١٨ ژبو ژباړل شوی دی.

ددې کتاب خپریدل د جرمني لپاره یو لوی گام دی چې لا هم د نازي دورې او د یهودانو د ډله ییزې وژنې له مسلې سره لاس او گریوان دی. سروې گانې ښي چې په دې هکله د جرمنانو عامه نظر ډیر سره ویشلي دي.

د YouGov "یوگاو" په نامه د یوې انترنیتي ټولنې د یوې سروې له مخې تیره میاشت ٥١ فیصده جرمنانو ددې کتاب په چاپ باندې د بندیز له دوام سره مخالفت څرگند کړی دی.

د هتلر د بیوگرافۍ لیکوال پتر لنگریش د رویترز خبري اژانس ته ویلي دي چې جرمنان په داسې یوې مرحلې کې دي چې هیڅ ډول خنډ نه مني.

XS
SM
MD
LG