د لاس رسي وړ اتصالات

افغان کډوال د یوې جرمنۍ پېغلې د وژلو په تور نیول شوی


دغه افغان چې کله تېرکال جرمني ته ورسېد
دغه افغان چې کله تېرکال جرمني ته ورسېد

۱۹ کلن افغان کډوال تورن دی چې لمړی یې پر یوې انجلۍ جنسي تیری کړی او بیا یې ووژله.

د جرمني د صدراعظمې مرستیال وايي باید د هغه افغان کډوال نیول د خلکو د احساساتو د پارولو او پروپاګنډ لپاره ونه کارول شي، چې د یوې جرمنۍ پیغلې د وژلو په تور نیول شوی دی.

دغه افغان کډوال تېرکال جرمني ته رسېدلی و. هغه پر یوې ۱۹ کلنې جرمنۍ زده کوونکې په جنسي تیري او د هغې د وژلو په تور نیول شوی دی.

د اسوشیټډ پرس د راپور په اساس پولیس وايي د طب پوهنځي دغه زده کوونکې د اکتوبر په نیمايي کې له یوې میلمستیا نه کور ته پر لار کې ورکه شوه، چې بیا یې مړی په سیند کې وموندل شو.

دا پېښه د جرمني د فریبرګ په ښار کې شوې ده. تورن افغان د ځینو شواهدو او مخفي کیمرو د تصویرونو په اساس نیول شوی دی، پولیس وايي دا یوه جنايي قضیه ده، خو تراوسه نیول شوي افغان څه نه دي ویلي .

دغه افغان چې کله تېرکال جرمني ته ورسېد، په دغه هېواد کې د کډوالو د منلو او نه منلو په اړه پراخې ناندرې روانې وې.

د "جرمني لپاره بدیل" ګوند مشرجورج میوتن وویل جرمني ته د بې شمېره کډوالو له راتګ وروسته اوس باید صدراعظمه انګلا مېرکل او مرستیال یې زیگما ګبریل "د دغه وحشي جرم او نورو جرمونو چې هره ورځ په جرمني کې کیږي، لوی مسولیت ومني".

د صدراعظمې انګیلامېرکل ویاند سټیفن زیبرټ دا پېښه غندلې او ویلي يې دي چې مجرم باید د قانون له مخې سخته سزا وویني. هغه په برلین کې خبریالانو ته وویل" خو باید موږ دا هېر نکړو چې موږ یوازې د یوه افغان کډوال په اړه خبرې کوو، نه د نورو افغانانو او کډوالو په اړه".

سره له دې چې په جرمني کې کډوالو ته تود هرکلی وویل شو، خو د حکومت د دغې پرېکړې پر ضد مخالفتونه هم شته.

XS
SM
MD
LG