د لاس رسي وړ اتصالات

نتنیاهو د جرمني د بهرنیو چارو وزیر سره خپل ملاقات لغو کړ


د جرمني د بهرنیو چارو وزیر زیگمار گابریل

ټاکل شوی چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د سه شنبې په ورځ په بیت المقدس کې د اسرائیل د صدراعظم سره وگوري، خو بنیامن نتنیاهو گواښ کړی چې که زیگمار گابریل په لویدیځه غاړه کې د اسرائیل منتقدو ډلو سره وگوري نو د هغه سره به خپله لیدنه کتنه لغوه کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر منځني ختیځ ته سفر کړی چې د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د کړکیچ د پای ته رسیدو په خاطر د دوو هیوادونو د رامنځ ته کیدو حل لاره ترویج کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر او د هغه هیواد د صدراعظمې مرستیال زیگمار گابریل ویلي چې دا به د "تاسف وړ" وي که د اسرائیل صدراعظم له هغه سره خپله لیدنه رد کړي.

ښاغلی گابریل وایي هغه په دې هکله فکر هم نشي کولای چې کچیرې ښاغلی نتنیاهو د جرمني د حکومت له منتقدینو سره وگوري او دوی دې له هغه سره خپلې لیدنې کتنې لغوه کړي.

ښاغلي گابریل ویلي چې د ښاغلي نتیاهو سره د هغه د لیدنې د لغوه کیدو په هکله یې په رسمي توگه څه نه دي ترلاسه کړي. هغه چې په لویدیځه غاړه کې د فلسطین د صدراعظم سره په گډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل چې "نه پوهیږم دغه کتنه به وشي او که نه".

ښاغلي گابریل وویل چې د رسنیو له لارې خبر شوی او په انگیزه یې نه پوهیږي. د هغه په وینا د سه شنبې د ورځې د کتنې لغوه کول کومه "غمیزه" نه ده او د اسرائیل سره به د هغه اړیکو ته تاوان ونه رسوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وایي "که چیرې تاسې یواځې د حکومتي ادارو سره وگورئ، تاسې نشی کولای د نړۍ پر مخ د هیڅ یو هیواد د حالاتو ښه او هر اړخیزه انځور ترلاسه کړئ".

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي ټاکل شوی وه چې ښاغلی گابریل په اسرائیل کې د مدني ټولنې له غړو سره وگوري، خو دغه ویاند د مدني ټولنې د ډلو نومونه یاد نه کړل.

جرمني ځان د اسرائیل ډیر نژدې ملگری بولي، خو په هغه هیواد کې د یهودانو ضد تاریخ ته په کتلو سره د دواړو هیوادونو اړیکې ډیرې نازکې دي او په دې وروستیو کلونو کې برلین په فلسطیني سیمو کې د اسرائیلي آبادیو د پلان سره مخالفت کړی دی.

د اسرائیل د چاپیریال د چارو وزیر زیو الکین چې ښاغلي نتنیاهو ته ډیر نژدې شخص دی یوې اسرایئلۍ رادیو ته ویلي دي چې دا "د فکر نه لېرې" خبره ده چې یو وزیر دې د هغو ډلو سره وگوري چې د هغه د کوربه هیواد په ضد کار کوي. هغه دا هم ویلي چې اوس ددې وخت رارسیدلی چې د اسرائیل ضد ډلو سره ددې ډول لیدنو کتنو مخنیوی وشي.

د فبرورۍ په میاشت کې د بلجیم صدراعظم چارلس میکل سیمې ته د سفر په وخت د "چوپتیا د ماتونې" په نامه د اسرائیل د منتقدې ډلې او د بشري حقونو له یو بل گروپ له استازو سره وکتل چې ددې کار په غبرگون کې ښاغلي نتنیاهو په اسرائیل کې د هغه هیواد سفیر وغانده.

جرمني د مارچ په میاشت کې د اسرائیلي او جرمني مشرانو ترمنځ غونډه چې د می په میاشت ترسره کیده په دې دلیل لغوه کړه چې اسرائیل په فلسطیني سیمو کې خپلو آبادیو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG