کله چې د جرمني د یهودانو مشر جوزف شوستر اروپا ته د پناه غوښتونکو د بهیر پر ضد څرگندونې وکړې، یو خاخام (یهودي روحاني) زده کوونکي د یو مطلب په لیکلو سره د هغه نظر نژادي توپیر وگاڼه او هغه یې محکوم کړ.
دا کار د جرمني د یهودانو ترمنځ د مناظرې سبب شو چې آیا هغوی د مهاجرینو د اټکل نه کیدونکي سیلاب په وجه چې په عمده توگه د اسرائیل د مخالفو هیوادونو خلک په کې شامل دي، اندیښمن اوسي او که نه.
دغه یهودي روحاني زده کوونکی ارمین لانگر، د خپل اعتراض په وجه د پوستدام د ابراهام گیگر له کالج څخه وایستل شو. لانگر د یوې عقیدتی ډلې " سلام – شلوم" بنسټ ایښونکی دی چې د مسلمانانو او یهودانو ترمنځ د مفاهمې او دیالوگ غښتلتیا ته ژمننه ده. هغه د اسوشیتدپرس اژانس ته وویل چې ټولنه باید د لږکیو په وړاندې توپیري نظر ونه لري.
خپلې جذبه لرونکې لیکنې ته په اشارې ښاغلي لانگر ویلي دي چې ددې لیکنې د ژبې په وجه چې د جرمني په تاگیز سایتونگ ورځپاڼې کې خپره شوې اوس پښیمانه دی، خو هغه د کالج چلند چې گویا دده "شخصي نظریات" یې کوبلي دي "ناسم کار" وباله.
د المان د یهودانو ۲۵۰ زره کسیزه ټولنه پر لانگ باندې د هغه د څرگندونو په وجه په غوسه ده. د جرمني زیات شمیر یهودان د شوستر د نظر سره موافق دي چې گویا د نویو پناه غوښتونکو په راتلو سره په دې هیواد کې یهودي ضد احساسات یو ځل بیا زیات شوي دي. د جرمني د یهودانو مشر شوستر، حتی ددې هیواد یهودي ټولنې ته خبرداری ورکړی و چې په گڼ میشته مسلمانو ساحو کې د یهودانو د ځانگړې خولۍ له اغوستلو څخه ډډه وکړي.
د ابراهم گیگر د کالج رئیس والتر هومولکا، د اسوشیتیدپرس اژانس ته وویل چې د لانگرلیکنه د جرمني پر یهودانو باندې د پراخ تعرض سبب شوه. ښاغلي هومولکا وویل چې دغه یهودي دیني زده کوونکي همداشان په دې کالج کې د داخلیدو له تړون نه سرغړونه کړې چې له مخې یې زده کوونکي نه ښایي چې "په رسنیو کې بې ځایه څرگندونې" وکړي. هغه زیاته کړه چې لانگر د یو کال لپاره له کالج څخه ایستل شوی دی.
خو لانگر، دغه هنگري الاصله یهود ویلي دي چې د ماسترۍ زده کړو ته به د "یهودي الهیاتو" په برخه کې د پوستدام په پوهنتون کې دوام ورکړي او خپلې خاخامي زده کړې به په بل کوم ځای کې پرمخ بوزي.
په دې ترڅ کې په جرمني کې یو شمیر یهودي فعالان لکه جرمني الاصله اسرائیلي شیکد سپیر چې د نويو راغليو پناه غوښتونکو سره مرسته کوي د نویو راغلیو مهاجرو سره د یهودي ضد احساساتو اړوند کول یو بې ځایه او "پوچ" عمل گڼي. هغه وایي چې یهودستیزی یا ضد یهودي چلند په جرمني کې د ۱۹۳۰ کال راهیسې شتون درلودلی دی، هغه پدیده چې د هغه په وینا د نازیانو له لورې د هلوکاست د رامنځ ته کیدو سبب شوه.
د نویو پناه غوښتونکو څخه اندیښنه د جرمني په یو شمیر یهودي کورنیو کې پوره احساسیږي ، تر هغه چې یو شمیر یې حتی په بهر کې په عبري ژبه له گړیدو څخه ډډه کوي.خو لانگر چې د څو میاشتو لپاره یې یو مسلمان مصري پناه غوښتونکي ته په خپل اپارتمان کې ځای ورکړی و، په دې ډول ویرې او ډار باندې د بریالیتوب لار د یهودانو او مسلمانانو ترمنځ په مستقیمه مفاهمه کې ویني.
لانگر وویل " په واقعیت کې هغه څه چې اوس یې باید د یو مسلمان او یو یهود په توگه وکړو، هغه په جرمني کې د یهودي ضد او مسلمانانو ضد احساساتو پر وړاندې گډه مبارزه ده."
رپوټ: د اسوشیتدپرس اژانس
ژباړه: عارف عثمانزوی