د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمني خارجه وزیر په کندوز کې په آینده اړیکو وغږېد


د جرمني خارجه وزیر په کندوز کې په آینده اړیکو وغږېد
د جرمني خارجه وزیر په کندوز کې په آینده اړیکو وغږېد

د جرمني د خارجه چارو وزیر ویسټر ویلي (Guido Westerwelle) کندوز ته د خپل سفر پر وخت د کندوز له والي محمد انور جګدلک سره په یو ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې جرمني به له (۲۰۱۴) وروسته چې نظامي واک به افغاني قواو ته سپارل کیږي هم له افغانستان سره په سیاسي او بشري چارو کې نږدې اړیکې ولري.

هغه وویل چې دوی پلان لري چې د (۲۰۱۱) په پای کې له سیمو څخه د خپلو قواو په کمولو پیل کوي او په نتیجه کې به یې واک افغاني قواو ته سپاري.

او زیاته یې کړه چې دوي په افغانستان کې د یوې ښې حکومتدارۍ لپاره هڅه کوي، او په جرمني کې هم د اوسني حکومت لپاره په کلونو کلونو کار شوی.

د کندوز والي له خارجه وزیر نه غوښتنه وکړه چې د جرمني یو ایالت د افغانستان له شمال ختیځو ولایتونو سره په مختلفو برخو کې دهمکار په توګه پاتي شي.

ویسټر ویلي وویل د کندوز والي وړاندیز چې ددغه ولایتونو یو شمیر ځوانانو ته په جرمني کې د تحصیل زمینه برابره شي ورسره مونږ ومنله:

"مونږ په مختلفو کلتوري اړخونو خبرې وکړې او د کندوز والي د ځوانانو غوښتنه یی وړاندې کړه چې ددغو ولایتونو د ځوانانو لپاره په جرمني کې د تحصیل برسونه ورکړل شي او ورته زمینه برابره شي چې په جرمني کې زده کړې وکړي مونږ ورسره دغه خبره تاید کړه"

د جرمني دخارجه چارو وزیر ویسټر ویلي وویل چې دوي د شیرخان بندر په سیمه کې د شریک بازار د جوړولو په اړه او په جرمني کې د کندوز د صنعت د نندارتون دجوړولو په اړه خبرې وکړې او تصمیم لري چې په کندوز کې د جرمني ي ژبې د زده کړې مرکزونه جوړ کړي.

هغه وویل چې دوي به د بیارغونې او د نظامي چارو په سمون کې له افغانانو سره مرسته وکړي.

د کندوز والي محمد انور جګدلک وویل چې د جرمني د خارجه چارو د وزیر له خوا ددوي وړاندیزونه ومنل شول او په دې به په راتلونکې کې کار کوي:

"مونږ چې د جرمني وزیر ته کوم وړاندیزونه وکړل، په جرمني کې د کندوز د لاسی صنعت د نندارتون جوړول و چې ومنل شول، او بل په شیرخان بندر کې د یو ازاد بازار جوړول وو چې په دغه سیمه کې به د نړیوالو سوداګرو لپاره د سوداګرۍ زمینه برابره شي او په ځانګړې توګه د افغاني او جرمني ي سوداګرو لپاره چې له مونږ سره په ګټو کې شریک وي او په دې مطمئین شو چې مونږ په راتلونکې کې یوازې نه پریږدي"

د کندوز اوسیدونکي ځوانان وایې چې که د جرمني له خوا ددغه ولایتونو محصلینو ته په جرمني کې د زده کړو برسونه ورکړل شي دا به ددغه ولایت د خلکو او ځوانانو په ژوند مثبت اغیز وکړي او په هره برخه کې به ښه کدرونه ولري.

له کندوز څخه یوازې څو تنه ځوانان د امریکا متحده ایالاتو ته د یو کلنې زدکړې لپاره تللي وو.

د جرمني له خوا په کندوز کې د بیارغونې په یوشمیر وړو پروژو کار شوې، خو ځینې هغه پروژې چې لګښت یې زیات دی کارونه یې په سستۍ پر مخ ځي، په کندوز کې د جرمني د ولایتي بیارغونې د ډلې له خوا د کندوز- چاردرې د اوه نیم کیلو متره سرک د قیر کارونه له تیرو درې کالو راهیسې پیل شوي چې تر اوسه بشپړ شوي نه دي.

XS
SM
MD
LG