د لاس رسي وړ اتصالات

د مونش ښار په یو مارکیټ کې خلک په ډزو کې وژل شوي


د مونشن ښار د المپیک ستدیوم ته نژدې د المپیا سنتر بازار
د مونشن ښار د المپیک ستدیوم ته نژدې د المپیا سنتر بازار

د جرمني د آبند زایتونگ ورځپاڼې لیکلي دي چې د المپیا سنتر د مارکیټ په ډزو کې شاو خوا ١٥ تنه وژل شوي دي.

خو د مرگ ژوبلې د شمیرې په هکله ډول ډول رپوټونه ورکړل شوي دي. د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزارت د تلفاتو شمیر درې تنه ذکر کړې ده. خو پولیس وایي چې څو تنه وژل شوي دي.

د جرمني د ډي پي ای اژانس هم د گڼ شمیر کسانو د وژل کیدو خبره کړې ده. د مونشن پولیسو د المپیا سنتر په بازار کې ډزې تائید کړي، خو ویلي یې دي چې تر اوسه د مرگ ژوبله په هکله پوره جزییات نشته.

د مونشن د پولیسو یوې ویاندې کلاودیا کوینزل د اسوشیتید پرس اژانس ته ویلي چې په پیښه کې "څو تنه وژل شوي او ټپیان شوي دي" خو هغې ونه شو کړای چې د مرگ ژوبلې بشپړه کچه څرگنده کړي.

د جرمني د ډي پي ای خبري اژانس د پولیسو له خولې وایي چې د تر اوسه د پیښې عامل یا عاملین نه دي نیول شوي، خو پولیس په لټه کې دي.

د مونشن پولیسو د پیښې سیمه محاصره کړې ده
د مونشن پولیسو د پیښې سیمه محاصره کړې ده

اژانس د مونشن د پولیسو د یو بل ویاند تماس باومن د خولې وایي چې ډزې د المپیا سنتر د مارکیټ د مک دونالډ په رستورانت کې په سیمه ییز وخت د مازیگر له شپږ بجو وروسته پیل شوې.

پولیسو ویلي چې لا نه ده څرگنده چې ډزې کوونکی یو شخص دی او که څو تنه.

د رپوټونو له مخې پولیس په پراخه توگه د پیښې ځای ته لیږدول شوي دي. د المپیا سنتر بازار د المپیک ستدیوم او د المپیک د لوبو کلي ته څیرمه پروت دی چې تل په کې گڼه گوڼه وي.

جرمني رسنیو په دې پیښه کې د شاو خوا ١٥ تنو د وژل کیدو خبر ورکړی دی. د مونشن پولیس وایي چې اوضاع تر کنترول لاندې ده، خو دا چې برید کوونکی تښتیدلی او یا نیول شوی یا هم د پولیسو له خوا وژل شوی تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

په مونشن کې دغه ډزې په داسې حال کې کیږي چې څو ورځې مخکې د جرمني د ولفسبورگ ښار په یو اورگاډي کې یو ١٧ کلن ځوان چې افغان معرفی شوی په چاقو او تبره باندې څو کسان ټپیان کړل.

XS
SM
MD
LG