د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني څخه د شړل شویو کډوالو شمیر ډیر شوی


د روان کال له پیل څخه د نومبر د میاشتې تر پایه ۱۸۳۶۳ پنا غوښتونکي چې درخواستونه یې رد شوي وو له جرمني څخه ایستل شوي دي
د روان کال له پیل څخه د نومبر د میاشتې تر پایه ۱۸۳۶۳ پنا غوښتونکي چې درخواستونه یې رد شوي وو له جرمني څخه ایستل شوي دي

نوې شمیرې ښي چې د جرمني څخه د ایستل شویو پناه غوښتونکو کډوالو شمیر سږ کال د تیر کال په پرتله دوه چنده شوې ده.

د نومبر د میاشتې تر پایه ۱۸۳۶۳ پنا غوښتونکي چې غوښتنلیکونه یې رد شوي وو له جرمني څخه ایستل شوي دي، په داسې حال کې په ټول تیر کال کې ۱۰۸۸۴ کسان له جرمني څخه شړل شوي وه.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند یوهانس دیمروت وویل د شړل شوو کډوالو په شمیر کې زیاتوالی لدې کبله رامنځته شوی چې هم د پناه غوښتونکو شمیر خورا ډیر شوی او هم د ګڼو د پناه اخیستلو غوښتنلیکونه ندي منل شوي.

خو دا چې د جرمني د شپاړسو ایالتونو څخه یو شمیر یې د رد شویو پناه غوښتونکو ایستلو سره علاقه ښودلې، دا کار ددې سبب شوی چې د ردیدو په صورت کې پر پناه غوښتونکو باندې دغه کړنلاره تطبیق شي او په نتیجه کې د ایستل شویو پناه غوښتونکو شمیر زیات شي.

د باوریا ایالت چې زیات شمیر مهاجر لومړی دغه ځای ته ورځي د اخراج شویو پناغوښتونکو کچه په کې اوړه ده. د روان کال په ١١ میاشتو کې دغه ایالت د ۳۶۴۳ پنا غوښتونکو غوښتنلیکونه رد کړي دي په داسې حال کې چې د تیر کال په اوږدو کې په دې ایالت کې یواځې د ۱۰۰۷ کسانو پناه غوښتنه رد شوی وه.

سږ کال شاوخوا تیا زره افغانان هم جرمني ته د پناه اخیستلو په تمه تللي او لس ګونه زره نور افغانان بیا نورو اروپايي هیوادنو ته تللي دي.

XS
SM
MD
LG