د لاس رسي وړ اتصالات

په جرمني کې په ټیل ماټیل کې ١٩ تنه وژل شوي


د جرمني پولیس وايي، د موسیقۍ د فستیوال په ټیل ماټیل کې د وژلو شوو کسانو شمیر نولسو ته ورسید. په دغه پیښه کې ٣۴٠ نور ژوبل شوي دي.

دغه ناورین د ډیوسبرگ په ښار کې د شنبې په ورځ هغه وخت پیښ شو چې خلکو په یو فستیوال کې چې د مینې د فردوس په نامه یادیږي د برخې اخیستنې په وخت کې په یوه تونل کې سره راغونډ شوي وو.

عیني شاهدان وايي، پولیسو هغه وخت د تونل خوله بنده کړه چې د گډون کوونکو شمیر ډیر زیات شو، خو خلکو په زوره د ننوتلو کوښښ کاوه. وضعه هغه وخت خرابه شوه چې خلکو د هجوم نه د وتلو هڅه پیل کړه.

د یکشنبې په ورځ، ددغه پروگرام جوړوونکو اعلان وکړ چې د وژل شویو کسانو په احترام به پروگرام پای ته رسوي.

XS
SM
MD
LG