د لاس رسي وړ اتصالات

په جلال آباد کې د باچا خان یاد تازه شو


ولسمشر محمد اشرف غني په خپل پېغام کې د باچاخان لاره د جګړې د پای ته رسولو یوه ښه وسیله گڼلې ده.
ولسمشر محمد اشرف غني په خپل پېغام کې د باچاخان لاره د جګړې د پای ته رسولو یوه ښه وسیله گڼلې ده.

خان عبدالغفار خان چې په باچاخان مشهور دی، اته ویشت کاله وړاندې له نړۍ سترګې پټې کړې او د هغه له وصیت سره سم د جلال اباد په ښار کې خاورو ته وسپارل شو.

په ننگرهار کې نن د باچاخان ٢٨ تلین ولمانځل شو چې په کې د افغان سیمه ییزو مشرانو تر څنگ د خیبر پښتونخوا په لسګونو پښتنو مشرانو هم گډون کړی و.

باچاخان له برتانوي هند څخه د خپلواکۍ پلوی و چې د مهاتاماگاندي د نژدې همکارانو او د هغه د عدم تشدد د فلسفې د مشرانو په ډلې کې هم و.

باچاخان او د هند د آزادۍ مشر گاندي
باچاخان او د هند د آزادۍ مشر گاندي

د پښتنو ددغه مشر د ٢٨ تلین د لمانځلو لپاره د خیبر پښتونخواه ایالت څخه د عوامي نشنل گوند په استازیتوب ارباب محمد طاهر، د صوبې صدر سنګین خان، حسن بونیری، شاه حسین شینواری، ګلزار، مسلم دوړ او لسګونه نور مشران راغلي وو.

دغې غونډې ته ولسمشر محمد اشرف غني په خپل پېغام کې د باچاخان لاره د جګړې د پای ته رسولو یوه ښه وسیله گڼلې ده.

ښاغلي غني په خپل پېغام کې، چې د ننګرهار والي ولوست په پېښور کې د باچاخان پر پوهنتون وروستی برید پر ترقۍ برید وګاڼه او ویې ویل، دغه خلک کله هم خپلې موخې ته نه شي رسېدلی.

د عوامي نیشنل ګوند په استازب ارباب محمد طاهر د باچاخان پر ژوند تر رڼا اچولو وروسته د افغان دولت د سولې د روانو هڅو ننګه وکړه.

دغونډې په پای کې په سلګونو ګډونوالو د باچاخان پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښودې. د پښتنو دغه ستر مشر او د عدم تشدد د لارې لوی مخکښ مبارز په ۱۸۹۰ میلادي کال کې د پېښور په چارسده کې زېږدلی و.

باچاخان د خپلې مبارزې په لړ کې څه دپاسه دیرش کاله په زندان کې تېر کړي او په ۱۹۸۸ کال د جنورۍ په شلمه یې له دې نړۍ سره خدای په اماني کړې ده.

په ننگرهار کې د باچاخان د ٢٨ تلین د نمانځلو مراسم
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:57 0:00

XS
SM
MD
LG