د لاس رسي وړ اتصالات

غني: پاکستان دې د افغانانو دښمنان له خپلې خاورې وشړي


ښاغلي غني،د دوشنبې په ورځ په کابل کې د وارسا د غونډې په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل
ښاغلي غني،د دوشنبې په ورځ په کابل کې د وارسا د غونډې په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وارسا له کنفرانس څخه کابل ته له راستنیدو وروسته یو ځل بیا په سیمه کې د پاکستان پر سیاست کلکې نیوکې وکړې او وې ویل، څوک چې د افغانستان په امنیتي چارو کې لاسوهنه کوي او تروریستي ډلې په خپل څنګ کې ساتي د افغان ملت له کرکې سره به مخ شي.

ښاغلي غني، چې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د وارسا د غونډې په اړه خبریالانو ته معلومات ورکول وویل، له دې مخکې نړیوالو له پاکستان سره د سولې او ښو اړیکو په جوړولو کې د افغانستان پر نیت شک درلود، خو افغانستان ثابته کړه، چې د سولې او ښو اړیکو د جوړولو په برخه کې ښه نیت لري.

هغه پاکستان ته په اشارې وویل، له یو هیواد پرته نړېواله ټولنه، اسلامي نړۍ او د سیمې هیوادونه له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د نظر یووالی لري.

ښاغلي غني، د شنبې په ورځ د وارسا په کنفرانس کې هم د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې د پاکستان پر سیاست نیوکه کړې وه او ویلي وو، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستلو په هڅو کې له پاکستان پرته د سیمې ټول هیوادونه له کابل مرسته کړې، چې د ښاغلي غني دغو څرګندونو د پاکستان کلک غبرګون راوپاروه، خو نن افغان ولسمشر وویل "هیله ده چې د ځینو ګاونډیانو غُصه زموږ د ملي ویاړ سبب شي."

ولسمشر غني د امریکا، چین، افغانستان او پاکستان تر منځ د څلور اړخیزو خبرو نتایجو ته په اشارې وویل، افغانستان نړیوالو ته ثابته کړه چې د تروریزم سره مبارزه کې او د سولې په راوستلو کې ښه نیت لري.

د ښاغلي غني پر وینا، په اوس وخت کې افغانستان د نړیوالې ټولنې لوړ اعتماد له ځان سره لري او هغه کسان چې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره همکاري نه ده کړې، د انزوا په لورې روان دي او د خپل راتلونکې په اړه دې جدي غور وکړي.

ولسمشر غني وویل "انزوا د دې لامل شوی چې دوی باید د راتلونکې په اړه جدي فکر وکړي، بیا هم تکراروم چې افغانستان له پاکستان سره د دولتونو تر منځ نیکې اړیکې غواړي، خو څو ټکي باید روښانه وي، افغانستان ۵زره کلن تاریخ لري، هیڅ‌کله د نورو هیوادونو حاشیه یا ' Strategic Depth' نه وو او تر ابدالابده به نه وي، د افغانستان ملي حاکمیت ته باید هر ګاونډی دروناوی وکړي."

دغه راز، ولسمشر غني په اروپا، امریکا، ترکیه او عربستان کې د ناامنیو وروستیو پېښو ته په اشارې وویل، چې تروریزم هیڅ مذهب او دین نه لري او زیاته یې کړه، چې یو کوچني اقلیت اسلامي نړۍ په خپله برمته کې نیولې ده.

هغه وویل "وروسته له هغې چې په مدینې منورې برید کیږي او په خواشینۍ سره هغه کس چې دا برید یې وکړ د پاکستان وو، د دې اړتیا ده چې د ښامار په سر فکر وکړي چې په کوم ځای کې دی؟ افراطیت ولې رامنځ ته شوی؟ ولې سیمه ایزه همکاري نه رامنځ ته کېږي؟ نن د اسلام نړۍ یو دومره د نوک په برابر یو اقلیت برمته کړی دی. موږ د چا میراث لرو، موږ د نړۍ د تر ټولو لوی تمدن میراث لرو، علم، ادب، له نورو تمدنونو سره همکاري زموږ د فرهنګ برخه ده او باید دې برمتې ته د پای ټکی کیږدو."

افغان ولسمشر یو ځل بیا پاکستان ته په خطاب وویل، چې دغه هیواد په تیرو دوو کلونو کې د همکاریو ښې خبرې او ژمنې کړي، خو زیاته یې کړه، د دې لپاره چې افغانان پر پاکستان بیا باور وکړي، د دغه هیواد د عملي ګامونو اخیستلو ته په تمه دي.

د وارسا غونډې لاسته راوړنې

ولسمشر غني وویل، کومې غوښتنې چې افغانستان د وارسا له غونډې درلودې ټولې د نړیوالې ټولنې له خوا منل شوي دي.

له تروریزم سره مبارزه او تر ۲۰۲۰ کاله پورې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تمویل د وارسا د غونډې مهم ټکي وو. د ښاغلي غني پر وینا په دې برخه کې افغانستان وتوانید چې خپلې غوښتنې پر نړیوالو ومني.

افغان ولسمشر وویل، د تروریزم په وړاندې مبارزه کې په تیرو شاوخوا دوو کلونو کې افغانانو زیاته قُرباني ورکړه، چې پر وینا یې نړېوالو د افغانانو قربانیو ته د احترام په سترګه وکتل او هغوی غوښتنې یې ومنلې.

XS
SM
MD
LG