د لاس رسي وړ اتصالات

غني او عبدالله "صمیمانه فضا کې" خبرې وکړې


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د ارګ او اجرائیه ریاست ترمنځ د اختلافاتو د لړۍ نږدې یوه اونۍ وروسته، ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د راپورته شویو ناندریو د پای ته رسولو په مقصد د چهارشنبې په مازدیګر په ارګ کې سره ولیدل.

د ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري امریکا غږ ته وویل، چې دا لیدنه د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش او د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال محمد خان په حضور په صمیمانه فضا کې ترسره شوه.

ښاغلي چخانسوري وویل "نن مازدیګر په ارګ کې د جمهور رئیس او اجرائیه رئیس ترمنځ غونډه وشوه او دا غونډه په یو صمیمانه فضا کې ترسره شوه، جمهور رئیس د اجرائیه رئیس ټولو خبرو ته غوږ ونیو او تصمیم په دې ونیول شو، چې په راتلونکې غونډه کې به جمهور رئیس د ډاکټر عبدالله خبرې او هغه مسائل یې چې ورته وړاندې کړي، بررسي کړي او ورباندې بحث وکړي".

لا تر اوسه څرګنده نه ده، چې په دې لیدنه کتنه کې اجرائیه رئیس پر کومو مسائلو له ولسمشر غني سره خبرې کړي دي، خو له دې مخکې ښاغلي عبدالله په خپلو څرګندونو کې د سیاسي موافقې پر بشپړه عملي کولو ټینګار کړی وو.

په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو راوستل او د اساسي قانون د تعدیل لویې جرګې جوړول د ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله ترمنځ د سیاسي موافقې دوه مهم ټکي دي، چې باید د ملي یووالي حکومت په لومړیو دوو کلونو کې ترسره شوي وی، خو لا تر اوسه حکومت د دغو چارو په ترسره کولو نه دی بریالی شوی.

د ارګ او اجرائیه ریاست ترمنځ له اخلافاتو وروسته په کابل کې یو شمیر میشتو بهرنیو ډیپلوماټانو له اجرائیه رئیس سره کتلي او د افغانستان د حساسو حالاتو په وجه یې د افغان حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو پر ختمولو ټینګار کړی دی.

د جمهور رئیس اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ملاقات په هکله د ښاغلي غني د مطبوعاتي سلاکار نبي مصداق سره د نوشابې آشنا مرکه دلته اوریدلی شئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:16 0:00

XS
SM
MD
LG