د لاس رسي وړ اتصالات

غني او پاکستاني سیاستوالو د سولې په سر خبرې کړي


ټاکل شوې چې دا مشران به د شنبې په ورځ په کابل کې په هغه غونډه کې هم برخه واخلي چې د افضل خان لالا په یاد جوړیږي
ټاکل شوې چې دا مشران به د شنبې په ورځ په کابل کې په هغه غونډه کې هم برخه واخلي چې د افضل خان لالا په یاد جوړیږي

د افغانستان د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت یو چارواکی وایي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني تیر ماښام له خیبر پښتونخوا او کویټې څخه کابل ته د راغلیو یو شمیر پښتنو سیاسي شخصیتونو او مشرانو سره په کتنه کې په سیمه کې د سولې د ټینګدو په لارو چارو خبرې کړي دي.

د افغانستان د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو د وزارت مسلکي مرستیال عبدالغفور لېوال نن د جمعې په ورځ امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دغه لس کسیز پلاوی د پنجشنبې په ورځ کابل ته راغلی او تیر ماښام یې له جمهور رئیس غني سره خبرې کړي دي.

د افغانستان د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو د وزارت مسلکي مرستیال وویل چې اصلآ د کتنې هدف د پښتنو د یو مشر محمد افضل خان لالا روح ته دعا وه، خو هغه وویل چې د تیر ماښام په غونډه کې په سیمه کې د سولې په هکله هم خبرې وشوې

ښاغلي لیوال وویل " د سیمې د مشترکو ستونزو، د بد امنیو، د جګړو او داچې څنګه سوله راتللی شي په دې باره کې هم خبرې وشوې ".

د افغانستان جمهوري ریاست د رسنیو د دفتر څخه په یو خپور شوي بیان کې هم ویل شوي چې جمهور رئیس محمداشرف غني، تیر ماښام له خیبر پښتونخوا او کویټې څخه راغلیو سیاسي شخصیتونو سره کتلي دي.

دا بیان وایي چې په دغه لیدنه کې، چې په ارګ کې وشوه جمهور رئیس غني راغلیو مېلمنو ته په خطاب کې وویل" ټول افغانان ویاړي او خوښ دي، چې خپل کور ته مو له سوله ییزو پیغامونو سره تشریف راوړی، زموږ او ستاسو غم او ښادي سره شریکه ده".

جمهور رئیس غني وویل " دا مو خپل کور دی هر وخت راشئ، ځکه په تګ راتګ اړیکې لا ټینګېږي او د سیمې د ثبات او امنیت لامل کېږي".

ددغه بیان له مخي د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمدخان شېرپاو وویل چې افغانستان خپلواک هېواد دی او دوی تل په دې هېواد کې د سولې او ثبات لپاره دعاګانې کوی او په همدې موخه یې د پاکستان د ولس سوله ییز او د خواخوږۍ پیغام جمهور رئیس غني ته راوړی دی.

په دغه لس کسیز پلاوي کې محمود خان اڅکزی، اسفندیار ولي خان، افتاب احمدخان شېرپاو، افراسیاب خټک، سکندر شېرپاو، انجینر شکرالله خان، ایاز وزیر، سلیم خان او عثمان کاکړشامل دي.

د افضل خان لالا په یاد غونډه

د افغانستان د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو د وزارت مسلکي مرستیال وویل چې ټاکل شوې ده د شنبې په ورځ به له خیبر پښتونخوا او کویټې څخه راغلي میلمانه او د افغان حکومت یو شمیر لوړپوړې چارواکي په کابل کې په هغه غونډه کې ګډون وکړي چې د پښتنو د خدای بخښلي مشر محمد افضل خان لالا په یادجوړیږي.

د کرښې هغې خوا ځوانانو ته د زده کړو امکانات

عبدالغفور لیوال د ډیورنډ د کرښې هغې خواته د هغو پښتون میشتو سیمو ځوانانو ته چې جګړو ځپلي دي د افغانستان په پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو د بورسونو د زیاتیدو یادونه هم وکړه وې ویل چې لکه څنګه چې په پاکستان کې پاکستان حکومت افغان ځوانانو ته د لوړو زده کړو زمینه برابروي، دغسې افغان حکومت هم غواړي چې د کرښې هغې خواته جګړه ځپلو ځوانانو ته په افغانستان کې د لوړو زده کړو امکانات برابر کړي.

ښاغلي لیول وویل " البته مونږ درې لیسې او یو انسیتوت لرو چې په کې د افغانستان د بیلابیلو قبایلي سیمو او پولي ته د پرتو د هغو محرومو سیمو زده کوونکي په خپلو لیسو او انسیتوت کې جلبوو چې هلته د تحصیلاتو او تعلیماتو شرایط نه وي مساعد د جګړې او نورو ستونزو له کبله دوی دلته اوسیږي او یو شیر محدود بورسونه د افغاني پوهنتونونو بیا یې هم تکراروم د افغاني پوهنتونونو د پولي څخه هغه خوا یو شمیر محصلینو ته ورکول کیږي او دا یوه پروسه ده چې زمونږ محصلین د پاکستان پوهنتونونو ته ځي او د هغوی یو شمیر محصلین افغان پوهنتونونو ته راځي".

په اوس وخت کې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په افغان پوهنتونونو کې د ډیورنډ د کرښې د هغې خوا څخه راغلو ځوانانو ته هرکال پنځوس بورسونه ورکوي.

ښاغلي لیوال وایي افغان حکومت هڅه کوي چې دا شمیر تر راتلوونکو کلونو په کال کې دوه سوه بورسونو ته لوړ کړي.

د افغانستان د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو د وزارت مسلکي مرستیال په ځینو افغان رسنیو کې دده له خولې خپاره شوي هغه رپوټونه ناسم وبلل چې په کې ویل شوي وو چې افغان حکومت د ډیورنډ د کرښې هغې خواته میشتو ځوانانو ته په بهرنیو هیوادونو کې د لوړو زده کړو لپاره تحصیلي بورسونه برابروي.

XS
SM
MD
LG