د لاس رسي وړ اتصالات

اسدالله عمرخیل د کندز نوی والي وټاکل شو


طالبانو شپږ میاشتې وړاندې د یوې لندې جګړې وروسته کندز ښار ونیو چې ورسره جمهوررئیس د کندز والي هم له کاره ګوښه کړ
طالبانو شپږ میاشتې وړاندې د یوې لندې جګړې وروسته کندز ښار ونیو چې ورسره جمهوررئیس د کندز والي هم له کاره ګوښه کړ

د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې جمهوررئیس محمد اشرف غني، له نږدې شپږ میاشتو وروسته اسدالله عمرخیل د کندز د نوي والي په توګه ټاکلی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي دا خبر په خپلې ټويټر پاڼې ورکړی دی.

سید ظفر هاشمي امریکا غږ اشنا راډیو ته د والیانو د ټاکلو په برخه کې د ځنډ علت د ولایت څوکیو ته د کاندیدانو د کاري وړتیا ارزونه وښوده وې ویل چې جمهوررئیس محمد اشرف غني یوازې د کندز ولایت څوکۍ لپاره د شپږو کاندیدانو سره اوږدې مرکې کړي دي.

ښاغلي هاشمي وویل "د مثال په ډول د کندز ولایت یادوم، جمهوررئیس د شپږو کاندیدانو سره خبرې وکړې، او د هریو څخه یې د ولایت د چارو د پرمختګ لپاره ځانګړي شرایط او پروګرامونه غوښتي وو، چې هغوی څه وړتیاوې ولري او څه پروګرامونه ولري د ولایت څخه یې تصویر څه دی، ستونزې چې یو ولایت یې لري څه دي او کوم ظرفیتونه شته دي او هم د ولایت په ګاونډ کې د پرتو ولایتونو څخه څومره پیژندګلوي لري او څه پروګرام لري ".

سید ظفر هاشمي وویل چې جمهوررئیس غني دغسې سخت شرایط وضع کړي دي تر څو ولایتونو ته ښه چارواکي د خلکو خدمت لپاره وګماري.

د افغانستان د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل هم د ټویټر په پاڼه د کندز د والي په توګه د ښاغلي عمرخیل ټاکل تائید کړي دي او ویلي دي چې د هغه نوم د هغو شپږوکسانو په نومونو کې شامل وو چې د کندز استازو ددغه ولایت لپاره د ملي یووالي حکومت ته سپارلي وو.

نږدې شپږ میاشتې وړاندې د طالبانو له خوا د کندز د ولایت د نیولو وروسته جمهوررئیس غني ددغه ولایت والي عمر ساپی له کار څخه ګوښه کړ او له هغې نیټې را هیسې دا ولایت د سرپرست له لوري اداره کیده.

د کندز لپاره د نوي والي د ټاکل کیدلو وروسته اوس د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې د نورستان او بلخ دوه ولایتونه دي چې لا هم د سرپرستو والیانو له خوا اداره کیږي.

د افغانستان د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي چې د کابل په ګډون ۲۴ ښارونه د سرپرستو ښاروالانو او ۱۲۰ ولسوالۍ د سرپرستو ولسوالانو له خوا اداره کیږي.

XS
SM
MD
LG