د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ له خلکو سره د پوځيانو د بد چلند په اړه پلټنه کوي


ښاغلی غني وايي چې هغه ته له خلکو سره د ناوړه چلند ځینې راپورونه رسیدلي دي.
ښاغلی غني وايي چې هغه ته له خلکو سره د ناوړه چلند ځینې راپورونه رسیدلي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هغو راپورونه په اړه د پلټنې امر کړی چې وايي ښايي ځينو افغان ځواکونو له ولسي خلکو سره ناوړه چلند کړی وي.

ولسمشر غني پر ټولو امنیتي ځواکونو غږ کړی چې له ولس سره د هر ډول ناوړه چلند مخه ونیسي.

ښاغلي غني ویلي چې هغه ته له خلکو سره د ناوړه چلند ځینې راپورونه رسیدلي دي.

د ارګ په خپرې شوې اعلامیې کې د ولسمشر له خولې ویل شوي "په کندز ولایت کې د وروستیو عملیاتو پرمهال امنیتي ځواکونو ته د ځینو منسوبو کسانو د ناوړه چلند او د خلکو د وهلو او ځورولو په هکله ځینې معلومات او شکایتونه ورته رسېدلي دي".

په کابل کې د ولسمشر د ویاند مرستیال ظفر هاشمي وویل "ولسمشر غني پر افغان ځواکونو، د هغوی پر قومندانانو او چارواکو کلک ټېنګار وکړ چې د افغانستان د موجوده قوانینو، نړیوالو تړونونو او د افغان پوځ له لارښونو سره سم دې، له ولسي خلکو سره ناوړه چلند ونکړي او د خلکو ژوند او مال ته جدي پام وکړي".

ښاغلي هاشمي وویل چې د افغان ځواکونو او نورو ترمنځ لوی توپیر هم باید دا وي چې افغان امنیتي ځواکونه د خلکو د ژوند ساتلو لپاره مبارزه کوي او نور یې د ژوند د خرابولو او وژلو لپاره جنګیږي.

شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې وسله والو طالبانو پر کندز برید وکړ او دغه ښار یې ونیوه. له هماغې وروسته، په ټولنیزو رسنیو کې ځينې خپاره شوي تصویرونه او ویډيوګانې ښيي چې افغان ځواکونه له ولسي خلکو سره ناوړه چلند کوي.

په یوې ویډیو کې یو شمېر کسان چې د افغان ځواکونو یونیفورم یې پر تن دی، ظاهرآ یو ولسي سړی څملولی، وهي یې او ډبوي يې، خو دا معلومه نه ده چې دغه تصویرونه کله، چېرته او چا اخیستي دي او څومره رښتیني دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG