د لاس رسي وړ اتصالات

غني: افغانستان کې دوې واکمنۍ نه پریږدو


ولسمشر غني د کلیو پراختیايي شوراګانو په پنځم ملي کنفرانس ته وویل دښمن غواړي د افغانستان سیاسي جغرافیه په دوو برخو ویشي
ولسمشر غني د کلیو پراختیايي شوراګانو په پنځم ملي کنفرانس ته وویل دښمن غواړي د افغانستان سیاسي جغرافیه په دوو برخو ویشي

ولسمشر محمد اشرف غني وايي "دښمن" غواړي چې د افغانستان سیاسي جغرافیه په دوو برخو ویشي خو حکومت به دغه کار ته اجازه ورنکړي. که څه هم ولسمشر غني پدې هلکه نور څه ونه ویل خو ښايي موخه یې دا وه چې افغان حکومت د هیواد پر ځینو برخو د طالبانو واک نه مني. ​

د ولسمشر دغه څرګندونې پداسې حال کې کیږي چې طالبانو د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د سیمو د نیولو په موخه جګړو ته زور ورکړی دی.

طالبانو تیره اوونۍ د تخار په ولایت کې یوه ولسوالي پخپله ولکه کې راوسته. لدې وړاندې وسله والو طالبانو د څو ورځو لپاره د کندز ښار ونیوه خو بیا افغان ځواکونو له څو ورځینو پوځي عملیاتو وروسته، کندز بیرته د حکومت ولکې ته راووست.

ولسمشر غني دغه راز پر خلکو غږ وکړ چې د حکومت وسله وال مخالفین له خپلو کلیو وشړي. په ورته وخت کې د ملي یووالي د حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله بیا له خلکو وغوښتل چې له ملي امنیتي ځواکونو نه ملاتړ وکړي.

ولسمشر غني او اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله دغې څرګندونې د یکشنبې په ورځ په ارګ کې د کلیو پرمختیایی شوراګانو په پنځم ملي کنفرانس کې وکړې.

ولسمشر غني وویل هغه څوک چې د مشروع حکومت په مقابل کې ټوپک اخلي، له کلي یې وشړئ، دوی ګمراه خلک دي، انزاو ته یې یوسئ.

XS
SM
MD
LG