د لاس رسي وړ اتصالات

غني ټرمپ ته په ټاکنو کې د بریالیتوب مبارکي ورکړه


ډونالډ ټرمپ نن د افغانستان په وخت غرمه د امریکا د پنځه څلوېښتم ولسمشر په توګه اعلان شو
ډونالډ ټرمپ نن د افغانستان په وخت غرمه د امریکا د پنځه څلوېښتم ولسمشر په توګه اعلان شو

جمهور رئیس غني د امریکا نوي منتخب جمهور رئیس دونالد ټرمپ ته د افغان دولت او افغانانو په استازیتوب د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د بریالیتوب مبارکي ورکړې ده.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په یو بیان کې چې د امریکا د نوي منتخب جمهور رئیس دونالد ټرمپ د بریالیتوب د اعلان لږ وروسته په کابل کې رسنیو ته استول شوي د افغان دولت او افغانانو په استازیتوب د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د هغه د بریالیتوب له امله منتخب جمهوررئیس ټرمپ اود امریکا خلکو ته مبارکي ورکړې ده.

جمهور رئیس غني په دغه بیان کې ویلي چې د امریکا متحده ایالات د افغان دولت او افغان ملت سره د تروریزم سره په مبارزه او ددغه هیواد په پرمختګ کې د افغانستان یو مهم ستراتیژیک او اساسي شریکباڼی دی.

جمهور رئیس غني هیله ښودلې چې د امریکا د نوي جمهور رئیس سره په نږدې همکارۍ به د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې لا پراخه او د دواړو هیوادونو په ګټه به پراختیا ومومي.

همداشان ښاغلي غني د امریکا نوي منتحب جمهور رئیس دونالد ټرمپ په نوې وظیفه کې د بریالیتوب هیله هم څرګنده کړې ده.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د امریکا نوي منتخب جمهور رئیس دونالد ټرمپ ته په ټاکنو کې د بریالیتوب مبارکي ورکړې او د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو د لاپراخیدو هیله یې هم څرګنده کړې ده.

دونالد ټرمپ نن د افغانستان په وخت غرمه د امریکا د پنځه څلوېښتم ولسمشر په توګه اعلان شو او له خپلې ډیموکراتې سیالې هیلاري کلنټن یې ټاکنې وګټلې.

له بلې خوا په کابل کې د امریکا سفیر مک مکینلي نن سهار د امریکا په سفارت کې د امریکا د ټاکنو په مناسبت جوړې شوې غونډې کې خبریالانو ته وویل چې تمه لري د امریکا نوی مشر به افغانستان ته لا زیات تعهدات ولري.

سفیر مک مکینلي دا هم وویل چې د افغانستان لپاره د امریکا په ژمنو کې بدلون نه راځي.

XS
SM
MD
LG