د لاس رسي وړ اتصالات

غني وايي په کویټه کې د طالبانو د دفترونو پتې لري


غني وايي افغانستان به هیڅکله د پاکستان تر سیاسي واک لاندې نشي
غني وايي افغانستان به هیڅکله د پاکستان تر سیاسي واک لاندې نشي

محمد اشرف غني وايي په پاکستان کې د طالب جنګیالیو د استخدام مرکزونه لري او دی په کویټه ښار کې د دغو دفترونوو پتې لري. افغان ولسمشر دغه راز ویلي‌ چې ټپي شوو طالبانو ته د پاکستان په روغتونونو کې درملنه ورکول کیږي او طالب مشران آن په پلازمینه اسلام آباد کې په سپینه ورځ غونډې کوي.

پاکستاني چارواکي پخپله خاروه کې د افغان طالبانو د مرکزونو شتون نه مني خو د روان میلادي‌ کال د مۍ په میاشت کې د طالبانو پخوانی مشر، اختر محمد منصور، کویټې ښار ته نږدې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې په بمبارۍ کې ووژل شو.

افغان ولسمشر له پاکستاني جیو ټلویزون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي‌ چې ډیرې هڅې یې کړي چې پاکستاني پوځي او ملکي واکمنان د طالب جنګیالیو نه ملاتړ ته وهڅوي.

ښاغلي غني ویلي چې افغانستان پخپله خاوره کې پاکستاني طالبانو او نورو هغو ډلو ته چې د پاکستان حکومت خلاف جنګیږي ځاې ندی ورکړی او افغانان د ورته چلند تمه له خپل ختیځ ګاوندي نه کوي.‌

ښاغلی غني د مرکې په یوه برخه کې وايي "موږ هېچاته پټنځایونه ندي ورکړي، موږ د (ورانکارو) پرانستو دفترونو ته اجازه نده ورکړي، موږ د استخدام شبکې ندي پریښي…هر ماشوم که افغان وي يا پنجاب کې، پیښور، کویټه، کراچي یا د نړۍ په هر ځاې کې چې وي ارزښت لري او موږ هر ماشوم ته ګواښ، ځانته ګواښ ګڼو".

ولسمشر غني وايي د ده په امر په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د یوه مشر، فضل الله، د احتمالي شتون په ضد ۱۱ پوځي عملیات تر سره شوي خو وايي د حقاني د ډلې او نورو طالبانو په خلاف په پاکستان کې ورته اقدامات هیڅ ندي شوي.

ښاغلي غني ویلي چې د طالبانو پخوانی مشر ملامنصور په پاکستاني پاسپورت سفرونه کول خو "ملافضل الله په افغاني پاسپورت له کابل نه سفر ندی کړی".

XS
SM
MD
LG