د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د نړیوالو ګواښونو له پنځمې څپې سره مخ یو


جمهوررئیس غني نن په کابل کې د ګډې همغږۍ او څارنې د بورډ غونډې ته وویل چې حکومت یې د فساد پر وړاندې مبارزې ته ژمن دی.
جمهوررئیس غني نن په کابل کې د ګډې همغږۍ او څارنې د بورډ غونډې ته وویل چې حکومت یې د فساد پر وړاندې مبارزې ته ژمن دی.

د افغان حکومت او نړیوالو مرستندویو هیوادونو تر منځ د ګډې همغږۍ او څارنې د بورډ غونډه، د حکومتي چارواکو، بهرنیو هیوادونو سفیرانو او د مدني ټولنې استازو په ګډون د دوشنبې په ورځ په ارګ ماڼۍ کې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا پرانېستل شوه.

دا غونډه، چې په کې د وارسا او بروکسل کنفرانسونو لپاره چمتوالی نیول کېږي، د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړی استازی نیکولایس هایسم یې مشري کوي.

افغان ولسمشر په خپله وینا کې وویل، په اوس وخت کې د نړۍ یوه برخه هم له تروریستي بریدونو خوندي نه ده، په تیره بیا افغانستان، چې د القاعدې، داعش او د سیمې نورو تروریستي ډلو لپاره په یو هدف بدل شوی دی.

ولسمشر غني زیاته کړه، چې افغانستان د دغو ګواښونو د مقابلې لپاره یوې جدي سیمه ایزې او نړېوالې همکارۍ ته اړتیا لري.

ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې ښه او بد ترهګر نشته بلکې ټول بد دي او لا هم یوشمیر هیوادونه له دغو عناصرو ملاتړ کوي او د خپلو پالیسو د وسیلې په توګه ترې کار اخلي.

هغه وویل "موږ د تاوتریخوالي له پنځمې نړېوالې څپې سره مخ یو، لومړۍ څپه یې په انقلابي انارشیو بدله شوه، خو اوس په پنځمه څپه کې یو، که څلورو مخکینیو څپو ته وګورو هره یوه یې له ۲۰ تر ۳۰ کلونو پورې دوام وکړ. اوس اړتیا ده چې د دې څپو مخنیوی وکړو."

ښاغلي غني زیاته کړه، په اوس وخت کې افغان امنیتي ځواکونه د افغانستان په ۱۵ برخو کې له ترهګرو ډلو سره جګړه کوي او د ترهګرو هغه هڅې یې شنډې کړې دي، چې غوښتل یې د افغانستان دولت کمزوری کړي.

ولسمشر غني یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې افغان حکومت د سولې راوستلو ته ژمن دی خو له ترهګرو سره مبارزه هم د حکومت په لومړیتوبونو کې ځای لري.

اقتصادي حالت

ولسمشر غني د افغانانو اقتصادي وضعیت ته په اشارې وویل، چې په ۲۰۱۲ کال کې د فقر او بېوزلۍ کچه ۴۶ فیصدو ته رسیدله، خو د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره، چې پر وینا یې ۴۰ فیصده اقتصاد یې له افغانستان څخه بهر کړ، په ۲۰۱۴ کال کې د فقر کچه ۴۹ ته لوړه شوه.

د ښاغلي غني پر وینا، په افغانستان کې بهرني ځواکونه نه یوازې یو لوی امنیتي ځواک وو بلکې د اقتصاد په برخه کې هم یو بنسټیز فکټور شمیرل کیده.

خو ولسمشر غني زیاته کړه، اوس افغانستان توانېدلی، چې خپل کورني عایدات زیات کړي او د اصلاحاتو په راوستلو سره د نړېوال صندوق له خوا د عایداتو ټاکل شوی هدف ترلاسه کړي.

هغه وویل "په تیرو لسو کلونو کې موږ دا لاس‌ ته راوړنې نه درلودې، په ټوله کې موږ په دې بریالي شوو چې خپل کورني عواید زیات کړو، دویم د امریکا له متحده ایالاتو مننه کوو، چې موږ سره یې د یو پراختیايي چوکاټ په جوړولو کې مرسته وکړه، هدف وټاکل شو او موږ ورته ځان ورسوه، موږ د اصلاحاتو په بدل کې نقدې پیسې ترلاسه کړې."

ښاغلي غني په افغانستان کې د فساد شتون رد نه کړ او وې ویل، چې اداري فساد د دولت پر کار او حکومتوالۍ ناوړه اغیزه کړې ده.

هغه زیاته کړه، چې افغان حکومت له فساد سره په مبارزه کې د پام وړ اقدامات ترسره کړي او د دغې پدیدې د له منځه وړلو ته ژمن دي.

ولسمشر غني وویل، لا هم افغانستان د فساد د مهارولو او په خپلو پښو ولاړ اقتصاد ته د رسیدلو لپاره اوږده لار په مخ کې لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي نیکولایس هایسم غونډې ته وویل، دا مهال په افغانستان کې فقر او بې‌کاري د بل هر وخت په پرتله زیاته شوې ده او زیات شمیر افغانان له فقر او بې‌کارۍ کړېږي.

د ښاغلي هایسم پر وینا په اوس وخت کې زیات شمیر افغانان په خپل راتلونکې بې‌باوره دي او یو شمیر یې د خطرونو په منلو سره بهرنیو هیوادونو ته پناه وړي.

خو ښاغلي هایسم د راتلونکې لپاره د اعتماد جوړونې په برخه کې د افغان حکومت د هڅو یادونه وکړه او وې ویل، چې حکومت د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره بنسټیزې هڅې پیل کړې دي.

د ګډې همغږۍ او څارنې بورډ به په نننۍ غونډه کې هغه ژمنې وارزوي چې په تیر کې نړیوالو مرستندویو هیوادونو له افغانستان سره کړې وې او په همدې توګه د وارسا او بروکسل له کنفراسونو څخه د افغانستان پر غوښتونو بحث وکړي.

XS
SM
MD
LG