د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشرغني د ملي شورا دامتیازي کال د کار پرانسته وکړه


ولسمشر غني د ملي شورا د تقنیني دورې د کار د پیل د غونډې د پرانیستلو پرمهال وویل چې تیرکال د افغانستان لپاره د یو ازمایښت کال وو.
ولسمشر غني د ملي شورا د تقنیني دورې د کار د پیل د غونډې د پرانیستلو پرمهال وویل چې تیرکال د افغانستان لپاره د یو ازمایښت کال وو.

ولسمشرغني نن د ملي شورا د شپږم امتیازي کال د کار د پرانیستلو پرمهال وویل طالبان له تاریخي ازمایښت سره مخ دي، یا دې د ولس سره ودریږي او یا هم د افغانستان مخالفینوسره.

ولسمشر محمد اشرف غني د ملي شورا د ژمنیو رخصتیو وروسته د ولسي جرګې او مشرانو جرګې دواړه مجلسین په خپلې ویناء سره د پارلمان په نوې ودانۍ کې پرانستل.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې یو وار بیا په طالبانو غږ وکړ، چې سوله وکړي. ولسمشر غني وویل" طالبان له تاریخي ازمون سره مخ دي، یا دې راشي د افغان دولت او ولس په خوا کې دې ودریږي او یا هم د افغانستان د مخالفینو په څنګ کې".

طالبانو تېره ورځ د سولې په مخامخ خبرو کې له ګډون سره چې په پام کې وه، د مارچ په لومړۍ اوونۍ کې په اسلام اباد کې ترسره شي، مخالفت وښوده او خپل شرایط یې وړاندې کړل، خو نن ولسمشر غني عینا خپل شرطونه د سولې د مذاکراتو لپاره تکرار کړل او د وړاندې شرایطو د نه منلو یې وویل.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې وویل چې سوله په دوو بعدونو کې کوي، لومړی له طالبانو او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار سره او دوهمه له پاکستان سره.

ولسمشر وویل د سولې بهیر وخت اخلي، خو هغه وویل چې د سولې هیڅ مذاکرات به د بندو دروازو تر شاه نه کیږي، له پارلمان او ولس سره به مشوره کیږي او د سولې د بهیر په هر پرمختګ به ولس خبروي، ولسمشر دا هم وویل د جنګ په سختو کې یې هم په سوله ټینګار کړی دی، ولسمشر وویل کومې ډلې چې غواړي په افغانستان جنګ تحمیل کړي د هغوی په وړاندې به جګړه کوي.

ولسمشر غني د افغانستان اصلي مخالفین چې په ويناء یې افغانان ندي، د القاعدې ډله، داعش، د منځني ختیځ تندلارې ډلې او د پاکستان د طالبانو تحریک یاد کړ.

ولسمشر وویل "داعش له افغانستان نه په تېښته کې دی، له ننګرهار نه تښتي، افغانستان به د داعش لپاره ګور وي".

امنیت

ولسمشر غني د امنیتي ځواکونو د تجهیز، روزنې او د ۱۳۹۴ لمریز کال په اوږدو کې د ناامنیو په لاملونو هم خبرې وکړې، ولسمشر وویل دا کال د امنیتي ځواکونو د تجهیز او روزنې له پلوه ښه کاله وباله.

ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل چې ۱۳۹۴ کال د افغانستان د پایښت کال وو، په لومړیو څلورو میاشتو کې د جګړې نوښت د افغان ځواکونو په لاس کې وو، خو په وروستیو شپږو میاشتو کې د جګړې نوښت وسله والو مخالفینو په لاس کې واخیست.

ولسمشر وویل پدغه یوه کال کې ۱۶ زره ځانګړي او ۴۸ زره نور چاڼیز، دفاعي او یا محاربوي عملیات افغان امنیتي ځواکونو ترسره کړي دي.

ولسمشر وویل د بغلان د عملیاتو اجازه ده په خپله ورکړې ده، که څه هم په ويناء یې ولسي خلکو ترې غوښتي وو، چې دا عملیات و نه شي.

ولسمشر وویل په تېر همدا یوه کال کې ۴۴ زره ځوانان امنیتي ځواکونو ته جذب شوي دي.

نړیوال ملاتړ

ولسمشر غني وویل د ملي یووالي حکومت توانېدلی چې افغانستان له نړیوالو سره له منزوي اړیکو فعالو اړیکو ته واړوي، په ويناء یې له امریکا سره سړې اړیکې بېرته ښې شوي دي.

ولسمشر د وارسا راتلوونکې سرمشریزه د افغان امنیتي ځواکونو تمویل لپاره مهم کنفرانس وباله، ولسمشر وویل د نړیوالې ټولنې هغه تعهدات چې د نهو میاشتو لپاره به وو، اوس پنځه کلنو تعهداتو ته اوښتي دي، خو ولسمشر دا وویل چې په منځني ختیځ کې امنیتي تحولاتو د نړیوالو پام هم افغانستان ته څه کم کړی دی.

ولسمشر د ځوانانو تېښته، پانګې وتل، ناامني د نړیوالو ځواکونو په وتلو او د نړیوالو د مرستو په کمېدو پورې تړلې وبلله.

د پارلمان د شپږم امتیازي کال د پرانستې د مراسمو په مهال د ولسي جرګې عبدالروف ابراهیمي په حکومت نېوکې وکړی، چې د ګڼو ستونزو په اواري کې پاتې راغلی دی، هغه وویل چې په تېرو څوارلسو کلونو کې افغانستان له ناسم وضعیت سره مخ دی، امنیتي ګواښونه زیات شوي، د بې ځایه شوو ستونزې زیاتې شوي، اقتصادي وضعیت فلج شوی، ځوانان د بې کارۍ له امله تښتي او پانګه په وتو کې ده.

د ولسي جرګې مشر وویل چې د راتلوونکو پارلماني ټاکنو حالت نامعلوم دی او د ملي یووالي د حکومت د مشرانو د هوکړه لیک له مخې ټاکنیزو اصلاحات ندي راغلي.

خو بل لورته ولسمشر غني وویل چې روان کال لپاره ګڼ پروګرامونه په مخ کې لري.

د اساسي قانون له مخې د پارلمان د یوې دورې موده پنځه کلنه ده، خو اوسنی پارلمان شپږم کال ته داخل شو، لا هم د راتلوونکو پارلماني ټاکنو نېټه معلومه نده

XS
SM
MD
LG