د لاس رسي وړ اتصالات

غني د امریکايي عسکرو د پاته کیدو د پریکړې هرکلی وکړ


ولسمشر اوباما د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په افغانستان کې به په ۲۰۱۶ کال کې د خپلو عسکرو شمیر راکم نه کړي

ولسمشر اوباما د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په افغانستان کې به په ۲۰۱۶ کال کې د خپلو عسکرو شمیر راکم نه کړي

ولسمشر غني په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د پاته کیدو په اړه د ولسمشر اوباما د پریکړې هرکلی وکړ.

د پنجشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې ولسمشر غني وویل چې د افغانستان امنیتي وضعیت ته په کتو سره او د دواړو ولسمشرانو تر منځ د دوامدارو خبرو وروسته ولسمشر اوباما دغه پریکړه وکړه.

هغه وویل «د افغانستان د رهبرۍ سره د دوامدارو خبرو په اساس امریکا یو لړ تصمیمونه ونیول. اول، دا چې د امریکايي قواوو شمیر چې ۹۸۰۰ وو، دغه به په ۲۰۱۵ کال کې ثابت پاته شي.»

ښاغلي غني زیاته کړه «مخکې د ولسمشر اوباما تعهد د امریکا د ملت سره دا و چې په ۲۰۱۶ کال کې به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمیر ۱۰۰۰ ته راکم شي. خو، [اوس] ۹۸۰۰ کسان پاته کیږي او . . . او د [۲۰۱۶] کال په جریان کې شرايطو ته په کتو سره د امریکايي عسکرو شمیر ۵۵۰۰ ته کمیږي، خو صلاحتونه او تعهدات پاته کیږي.»

ولسمشر غني همداراز وویل چې د نورو ملګرو هیوادونو نه چې په افغانستان کې حضور لري غوښتل کیږي چې خپل ماموریت ته دوام ورکړي.

هغه وویل چې د امریکايي عسکرو د پاته کیدو په اړه تصمیم «یو ځل بیا د افغانستان سره د امریکا د روابطو غښتلتیا او ملګرتیا ښيي.»

د اوباما پریکړه

ولسمشر اوباما د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په افغانستان کې به په ۲۰۱۶ کال کې د خپلو عسکرو شمیر راکم نه کړي او ۹۸۰۰ امریکايي عسکر به په افغانستان پاته وي، وروسته به بیا د ۲۰۱۷ کال په جنوري کې، چې د ولسمشر اوباما د ولسمشرۍ دوره ختمیږي، دغه شمیر ۵۵۰۰ ته راکم شي.

د متحده ایالتو ولسمشر بارک اوباما د پنجشنبې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د پاتې کېدو په هکله خپله پرېکړه اعلان کړه.

په افغانستان کې د عسکرو د پاته کیدو د اعلان په مهال، د ولسمشر اوباما سره د هغه مرستیال جو بایډن، د امریکا د دفاع وزیر اش کارټر او د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې رئیس جوزیف ډینفورډ هم ولاړ وو.

د امریکا د فاع وزیر وویل چې امریکايي عسکر به په افغانستان کې محاربوي نقش و نه لري او ماموریت به یې دوې برخې ولري. امریکايي ځواکونه به د اوس په څیر افغان ځواکونو ته به روزنه او مشوره ورکړي او مرسته به ورسره وکړي او همداراز به د تروریزم په ضد مبارزه وکړي.

د امریکا د حکومت مخکنی پلان دا و چې د ۲۰۱۶ کال نه وروسته به په افغانستان کې یوازې ۱۰۰۰ امریکايي عسکر پاته شي او ماموریت به یې یوازې په کابل کې د امریکا د سفارت ساتل وي.

XS
SM
MD
LG