د لاس رسي وړ اتصالات

غني:د هغو ډلو پرخلاف به ګډ اقدام وشي چې سوله نه غواړي


جمهور رئیس غني د جمعې په ورځ خبري کنفرانس ته وویل چې د پاکستان سره د خپلو خبرو نه په احتیاط سره هیله من دی.
جمهور رئیس غني د جمعې په ورځ خبري کنفرانس ته وویل چې د پاکستان سره د خپلو خبرو نه په احتیاط سره هیله من دی.

په داسې حال کې چې جمهور رئیس غني په راروانو اونیو کې د سولې د خبرو د پیلدلو په باب ډاډ څرګندوي وایي هغه ډلې چې د سولې په خبرو کې د ګډون پرځای لاهم جګړو ته دوام ورکوي پاکستان به د افغان حکومت سره په ګډه د هغو په خلاف اقدامات وکړي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د جمعې په ورځ په ارګ کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې په اسلام اباد کې د اسیا د زړه د هیوادونو د کنفرانس د پایلو او د پاکستان او افغانستان د مشرانو او ددغو هیوادونو د مشرانو د امریکا او چین د چارواکو سره درې اړخیزو او څلوراړخیزو غونډو څخه رضایت څرګند کړ.

خو جمهور رئیس غني وویل " زما ارزونه داده چې باید هیله من اوسو خو د احتیاط سره، مونږ د یو لړ پیچلو مسلو سره مخ یو چې په یوه ورځ نه شي حل کیدلی ".

جمهور رئیس غني په خپلو خبرو کې وویل چې پاکستان ورسره دا منلي چې هغه ډلې چې د سولې له بهیر سره د یوځای کیدو پر ځای لاهم جګړو باندې ټینګار کوي دواړه هیوادونه به په ګډه د دغسې ډلو پر وړاندې اقدامات کوي.

جمهور رئیس غني وویل " خبره داده څوګ چې روغه مني او په اصولو یې مني هغوی معلومدار مونږ ورته خپله غیږ پرانیځو، اما څوک چې روغه نه مني او د نورو ګټو لپاره کارکوي باید په دې پوه شي چې مشروع قوه به یې په مقابل کې استعمالیږي او دلته یوازې د مشروع قوې استعمال د افغانستان د دولت او ولس له خوا نه دی، دلته ضرورت دی چې منطقه او مخصوصآ پاکستان په دې برخه کې له مونږ سره همغږي شي دا څرګند پیغام تاسو له ما څخه مخکې غوښته اوس دغه دې درکړل شو ".

جمهور رئیس غني د یو خبریال د یوې پوښتنې په باب چې افغان حکومت به له کومو ډلو سره خبرو ته کښیني او هم ایا دا خبرې په واک کې د مخالفو وسله والو د شریکیدو لپاره ترسره کیږي وویل چې هغه ډلې چې له زورزیاتي څخه لاس اخلي او د افغانستان اساسي قانون په چوکاټ کې په سیاسي بهیر کې شاملیدل غواړي کله چې خبرې پیل شي د نورو مسلو په سر به ورسره هم خبرې وشي.

ښاغلي غني وویل چې افغانستان تمه لري چې په دغه هیواد کې د زور زیاتي پیښې کمې شي او نوی عیسوي کال د روان عیسوي کال په څیر له ستونزو ډک نه اوسي.

ښاغلي غني د اسیا د زړه د هیوادونو د وزیرانو د غونډې اعلامیې یادونه هم وکړه وې ویل چې په دغه اعلامیه کې چې څلویښت هیوادونو استازو منلې د تروریزم سره د مبارزې لپاره د یو سیمه ایز چوکاټ رامنځ ته کول هم شامل دي.

جمهور رئیس غني وویل چې پاکستان هم د افغانستان د خاورې تمامیت، اساسي قانون او د افغان دولت مشروعیت په څرګنده منلی چې دا کار په افغانستان کې د لاس وهنو په مخنیوي کې مرسته کولی شي.

د ټاپي د پروژې پرانسته

جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل چې په اسلام اباد کې یې د اسیا د زړه د هیوادونو د پنځم کنفرانس ګډونوالو ته ویلي چې افغانستان له مرکزي اسیا سره خپلو اقتصادي اړیکو ته پراختیا ورکوي.

همداشان ښاغلي غني وویل چې ایران باندې د بندیزونو لرې کول، او د ترکمنستان له خوا د ټاپي د پروژې پیلیدل او هم د ایټالیا له خوا ایران له سرحده تر هرات پورې د اوسپنې د پټلۍ غځول به په افغانستان کې اقتصادي ودې او پرمختګ سره مرسته وکړي.

ښاغلي غني وویل ټاکل شوې د یکشنبې په ورځ به ترکمنستان د ټاپي د پروژې د بنسټ ډبره کیږدي.

د ملي امنیت د رئیس ګوښه کیدل

په دغه خبري کنفرانس کې جمهور رئیس غني د ملي امنیت د پخواني رئیس د ګوښه کیدو د عواملو په باب د یو خبریال دې پوښتنې ته چې آیا جنرال رحمت الله نبیل د کوم هیواد په غوښتنه له کاره ګوښه شو، سخت ځواب ورکړ .

ښاغلي غني وویل د خپل حکومت د مامورینو د ټاکلو او لري کولو په برخه کې که کوم هیواد دغسې غوښته وکړي نو دې دا ګڼي چې دا ډول پوښتنه به د افغانستان ملي حاکمیت تر سوال لاندې راولي.

جمهور رئیس غني وویل چې د ملي امنیت د پخواني رئیس له کاره ګوښه کیدل د حکومت د معمولو مسلو څخه یوه مسله ده.

هغه د ملي امنیت پخوانی رئیس په دې وستایه چې دغه ریاست کې یې معلوماتي ټکنالوژي رواج کړې ده.

XS
SM
MD
LG