د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې خبرو څلوراړخیزه غونډه پاکستان کې کیږي


ولسمشر غني د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په دې غونډه کې به حکمت کرزی د افغانستان استازیتوب وکړي.
ولسمشر غني د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په دې غونډه کې به حکمت کرزی د افغانستان استازیتوب وکړي.

افغان چارواکي وايي، ټاکل شوې د ۲۰۱۶ کال د جنوري میاشتې په ۱۱مه نیټه په پلارمینه اسلام آباد کې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین هیوادونو د استازو په ګډون یوه غونډه جوړه شي، چې په ترڅ کې به یې په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګولو یو چوکاټ رامنځ ته شي.

ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، په دې غونډه کې به د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالان او د دغو هیوادونو لپاره د امریکا او چین ځانګړي استازي ګډون وکړي.

افغان ولسمشر وویل په دې غونډه کې د افغانستان استازولي د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی کوي.

ولسمشر غني وویل "هدف دا دی چې ژر تر ژره د لارې یوه نقشه د پایه دارې سولې لپاره موږ برابره کړو."

دغه راز، افغان ولسمشر د سولې د خبرو د بیا پیلدو په اړه، کابل ته د پاکستان د پوځ د مشر راحیل شریف راتګ یو مهم ګام وباله او وې ویل پاکستان په دې برخه کې خپله ژمنه پر ځای کړه.

ښاغلي غني وویل، پاکستان په دغه هیواد کې د میشتو افغان وسله والو طالبانو په اړه اعلامیې خپرې کړې چې له مخې یې د هغو کسانو لپاره چې سوله مني یو سیاسي چوکاټ جوړ شي او هغه کسان چې سوله نه مني د هغوی په وړاندې به زغم ونشي.

هغه وویل "راتلونکي اقداماتو ته معطل یو، مګر دوی خپله ژمنه پر ځای کړه چې دا اعلامیه یې ورکړه او یو واضیح یو پیغام ورکړل شوی."

ولسمشر غني وویل د سولې د خبرو لپاره دویمه غونډه په کابل کې جوړیږي، خو ښاغلي غني د دې غونډې د نیټې په اړه څه و نه ویل.

راتلونکې ټاکنې او د ولسمشر تقنیني فرمانونه

بلخوا په وروستیو کې د افغانستان ولسي جرګې د ولسمشر غني یو شمیر تقنیني فرمانونه چې ورکې د ټاکنیز نظام د اصلاحاتو په اړه فرمان هم شامل وو رد کړي دي.

افغان ولسمشر په دې اړه وویل، حکومت یې دا فرمانونه د اصلاحاتو د راوستلو لپاره صادر کړي او ولسي جرګې دې ته په کار ده چې د فرمانونو د ردولو پر ځای د تعدیلاتو وړاندیز وکړي.

ولسمشر غني وویل، د نوي قانون تر توشیح کیدو پورې به د همدغو فرمانونو له مخې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د اوړي او مني موسمونو تر منځ موده کې ترسره کړي.

ښاغلي غني د ټاکنیزو کمیسیونو لپاره د کمیشنرانو د غوراوي کمیټې بنسټ قانوني وباله او وې ویل "د غوراوي کمیټه اساسي او قانوني بنسټ لري، خپل کار پر مخ وړی شي کومه ورځ چې نوی قانون راشي، دا کار خو باید وشي، هر څوک چې راشي او هر رقم شکل چې ورته ورکوي یو میکانیزم ته ضرورت شته او ما میکانیزم ایجاد کړی دی."

ولسمشر غني وویل، حکومت د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته بشپړ چمتوالی لري او دا ټاکنې به په راتلونکي کال کې ترسره کړي.

هغه د ټاکنو د کرې نیټې اعلانول د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دنده وبلله او د ټاکنو د ترسره کولو لپاره یې د ډاډمنې سیاسي فضا په رامنځ ته کولو ټینګار وکړ.

XS
SM
MD
LG