د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس غني: تیره اونۍ ۳۰۰ وسله وال مخالفان وژل شوي


د جدي په دیرشم ماښام د موبي ګروپ د کارکونکو پر یو موټر په برید کې اته تنه وژل شوي او تر دیرشو نور ټپیان شوي دي.
د جدي په دیرشم ماښام د موبي ګروپ د کارکونکو پر یو موټر په برید کې اته تنه وژل شوي او تر دیرشو نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست وایي جمهور رئیس محمد اشرف غني تیر ماښام په ارګ کې د موبي ګروپ د هغو کارکوونکو د کورنیو د غړو سره په کتنه کې چې د جدي په دیرشمه په یو ځانمرګي برید کې وژل شوي ویلي، چې افغان حکومت به د قانون منګلو ته د دغې پیښې د عاملینو په سپارلو کې د خپلو ټولو امکاناتو څخه کار واخلي.

جمهور رئیس غني وویل چې د افغانستان ملي امنیت ریاست ته یې دنده سپارلې چې د دغه برید عاملین ژر ونیسي او قضایي او عدلي ادارو ته یې وسپاري.

ښاغلي غني د جدي د دیرشمې د ماښام د ځانمرګي برید د قربانیانو د کورنۍ د یوې غړې د دې غوښتنې په ځواب کې چې افغان حکومت دې د وسله والو مخالفانو پر وړاندې له نرمۍ څخه کار وانخلي وویل چې هیڅکله به په یو کمزوري حالت کې د سولې خبرو کې برخه وانخلي.

جمهور رئیس غني وویل " زه هیڅکله د وسله والو مخالفانو سره د سولې په خبرو کې له یو کمزوري دریځ څخه خبرې نه کوم، بلکې هغوی سره د خلکو په ملاتړ باندې په اتکا، د یوقوي دریځ او عدالت له مخې غږیږم."

ښاغلي غني د خپلو وسله والو مخالفانو په وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو ته په اشارې وویل چې د تیرې یوې اونۍ په ترڅ کې په افغانستان کې د افغان حکومت ۳۰۰ وسله وال مخالفان وژل شوي، چې د هغه په وینا د افغانستان د خلکو د وینې غچ ورڅخه اخیستل شوی دی.

په دې غونډه کې د موبي ګروپ د وژل شوو کارکوونکو د کورنیو غړو له جمهور رئیس غني څخه د دغې پیښې د عدلي او قضایي بهیر د چټکتا غوښتنه وکړه.

د جدي په دیرشم ماښام د موبي ګروپ د کارکونکو پر یو موټر د کابل د دارلامان پر سرګ یو ځانمرګي برید ترسره شو چې له امله یې اته تنه ووژل شول او تر دیرشو نور ټپیان شول.

طالبانو د موبي ګروپ په کارکونکو د برید مسولیت په غاړه اخیستی دی.

تر اوسه دغې ډلې د افغان ځواکونو سره په جګړه کې د خپلو۳۰۰ وسله والو د وژلو په هکله د جمهوررئیس غني په څرګندونو تراوسه تبصره نه ده کړې.

خو د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې همدا نن هم یې د خپلو وسله والو مخالفانو پر وړاندې په دولسو ولایتونو کې پنځلس عملیات ترسره کړي دي.

د دفاع د وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې یوازې د بغلان ولایت د ډنډې غوري په ولسوالۍ کې د تیرو دریو ورځو په عملیاتو کې ۳۵ وسله وال مخالفان وژل شوي او ۳۳ نورټپیان شوي دي.

جنرال وزیري وویل " زمونږ قوتونه هلته په تصفیه باندې اخته دي د ډیر اختیاط څخه کاراخلي ترڅو ملکي خلکو ته تلفات ونه رسیږي، ټول هغه څه چې اړین دي په ډنډې غوري او ډنډې شهاب الدین کې زمونږ قوتونه په تصفیه باندې بوخت دي".

جنرال وزیري زیاته کړه چې د افغان ځواکونو دا عملیات لا روان دي.

XS
SM
MD
LG