د لاس رسي وړ اتصالات

غني د پاکستان همکاري "کم رنګه" وبلله


ټاکل شوې چې جمهور رئیس غني او صدراعظم نوازشریف به په افغانستان او سیمه کې د سولې په هکله هم سره وغږیږي
ټاکل شوې چې جمهور رئیس غني او صدراعظم نوازشریف به په افغانستان او سیمه کې د سولې په هکله هم سره وغږیږي

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني وایي چې د استانبول په بهیر کې شامل هیوادونه، دې د هغو عواملو د پیژندګلوۍ لپاره چې د سیمې ګډې ګټې ګواښي د سیمه ایزو او نړیوالو امنیتي ادارو سره په ګډه د پیژندګلوۍ د یو میکانیزم په جوړولو موافقې ته ورسیږي.

د افغانستان جمهور رئیس د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د اسیا د زړه د هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په کنفرانس کې د ګډون لپاره نن د چهارشنبې د ورځې په سهار د کابل څخه اسلام اباد ته لاړ.

د افغانستان جمهوري ریاست د رسنیو دفتر وایي چې د پاکستان صدراعظم پخپله د جمهور رئیس غني هرکلي ته هوایي ډګر ته ورغلی وو.

دغو دواړو مشرانو د اسیا د زړه د هیوادونو د پنځم کنفرانس د دوهمې ورځې غوڼده په خپلو ویناو پرانستله.

جمهور رئیس غني په پاکستان کې تروریستي ډلو پر خلاف د عملیاتو د ترسره کولو لپاره د صدراعظم نواز شریف اقدام وستایه خو وې ویل چې ددغو عملیاتو له امله تروریستي ډلې افغانستان ته راننوتلي دي.

جمهور رئیس غني وویل ددغو وسله والو سره د پخلاینې په برخه کې ځکه افغانستان څه نه شي کولای چې ددغو وسله والو لانجه افغانستان سره نه ده.

ښاغلي غني وویل " مونږ ستاسو د ټولو په استازیتوب جګړه کوو، یوازې مونږ یو چې د ځوانو ماشومانو او زړو څخه د سرونو د پرې کولو په ګډون هره ورځ تر ټولو، د ناوړه زورزیاتې پیښو څخه کړیږو".

جمهور رئیس غني وویل چې د بهرنیو جنګیالیو له شتون رازیږیدلي ګواښونه د اوږدې مودې لپاره دي.

ښاغلي غني وویل " طالبانو چې د افغان پدیدې په توګه سر راپورته کړ اوس په سیمه ایز پدیده بدله شوې ده ".

جمهور رئیس غني وویل چې تحریک طالبان پاکستان چې په پیښور کې د یو ښوونځي ماشومان ووژل او وړاندې یې پاکستان عملیات وکړل ددغې ډلې یو شمیر وسله وال افغانستان ته راغلل چې افغان ځانګړو ځواکونو د دغې ډلې په وړاندې تر اوسه ۴۰ عملیات تر سره کړي دي.

هغه وویل د ښه او بد طالب ترمنځ توپیر باید له منځه لاړشي او ټولو ته په یو ډول وکتل شي.

هغه وویل که القاعده لومړۍ ټولګه وه نو داعش یې شپږمه ټولګه ده.

جمهور رئیس غني وویل " زه فکر کوم دا ډیره مهمه ده چې په دي برخه کې د پیژندګلوۍ یو میکانیزم رامنځ ته شي، د سیمه ایزې همکارۍ میکانیزم چې دا وګوري چې څنګه تروریستي شبکې یو بل سره همکاري کوي او یو بل تمویل کوي، د جرمي اقتصاد سره یې اړیکې څه دي په ځانګړي ډول د نشه یې توکو اقتصاد او د جرمي اقتصاد ټولې برخې، څنګه بنسټپالنه جوړښت مومي او زمونږ له سیمې د نړیوال مشارکت په برخه کې فرصتونه اخلي".

د پاکستان پر نیت د افغانو شک

جمهور رئیس غني د افغانستان په هکله د پاکستان په نیت هم شک وښوده وې ویل چې په افغانستان کې په دې برخه کې د پام وړ شک شته چې پاکستان دې په رښتیا یو خپلواک افغان دولت چې مشروع حکومت او مشروع اساسي قانون لري پیژني.

جمهور رئیس غني پاکستان او سیمې سره د افغانستان د اړیکو په برخه کې وویل چې لومړی باید د دولتونو ترمنځ اړیکې ښيي او همکاري زیاته شي.

ښاغلي غني وویل چې د دواړو هیوادونو د سیاسي ادارو ترمنځ سیاسي همکاري، پوځي همکاري، د اقتصادي ادارو ترمنځ اقتصادي همکاري او د استخباراتي ادارو ترمنځ استخباراتي همکاري وشي.

ښاغلي غني وویل " ښاغلی صدراعظم او زه دواړه یو پربل د تورونو د لګولو په لوبه باور نه لرو، مونږ غواړو چې د پیژندګلوۍ د میکانیزم د رامنځ ته کیدلو وړاندیز وکړو، بیا هم د استانبول بهیر او په دغه بهیر کې شامل غړي، د سیمه ایزو او نړیوالو امنیتي ادارو سره په ګډه د پیژندګلوۍ میکانیزم په سر، سره موافقې ته ورسیږي چې کوم ډول لوبغاړي زمونو ګډې ګټې ګواښي".

جمهور رئیس غني د اسلام اباد په هوایي ډګر کې د پاکستان د صدراعظم له خوا دده څخه د هرکلي له امله هم د صدراعظم نواز شریف څخه مننه وکړه.

صدراعظم نوازشریف

د پاکستان صدراعظم میا نوازشریف د اسیا د زړه د هیوادونو د کنفرانس د دوهمې ورځې د غونډې د پرانستلو په وخت په خپله وینا کې د علامه اقبال لاهوري مشهور شعر یاودنه وکړه چې په هغه کې اقبال د اسیا ثبات د افغانستان د ثبات پورې تړلی وو.

صدراعظم میا نوازشریف په افغانستان کې سوله او ثبات د ټولې سیمې په ګټه وباله وې ویل چې په افغانستان کې د تل پاتې سولې ټینګیدل د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ مهمه برخه ده.

ښاغلي شریف وویل "افغانستان له ګاونډي هیواد څخه مونږ ته زیات نږدې دی ".

زمونږ نږدې اړیکې زمونږګډ تاریخ، ګډ مذهب، کلتور او ژبني مشابهتونو او خلکو ترمنځ په اوږدو اړیکو کې نغښتی دی، زمونږ د خلکو ترمنځ د ژورو اړیکو له امله پاکستان تل د افغانستان په خوا کې دریدلی دی".

د سولې له هڅو د پاکستان ملاتړ

د پاکستان صدراعظم په افغانستان کې د سولې د ټینګیدلو په مسله هم وغږیده وې ویل چې د سولې په برخه باید د افغانستان د خاورې تمامیت ته درناوی وشي.

هغه وویل پاکستان په دي په کلکه باور لري چې په افغانستان کې د تل پاتې سولې د ټینګیدو لپاره د افغانانو په ملکیت او مشرۍ د سولې خبرې ضروري دي.

ښاغلي شریف وویل زه غواړم د پاکستان تعهد او لیوالتیا د سولې او پخلاینې د خبرو د بیا له سره د پیلیدو په برخه د اسانتیاوو د برابرولولپاره تکرار کړم په دې برخه کې پاکستان چمتو دی چې د معنی لرونکي بهیر لپاره چې په کې دواړه افغان حکومت او طالبان د پخلاینې پر روحیه پرمخ لاړ شي، خپل ملاتړ وړاندې کړي.

هغه وویل چې په دې برخه کې د چین او امریکا ملګرتیا هم دغه بهیر سره ډیره مرسته کولی شي.

ښاغلي شریف وویل چې باور لري تروریزم د افغانستان او پاکستان ګډ دښمن دی د همدې له امله هغه وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ ګډې همکارۍ ته اړتیا ده.

هغه په دې برخه کې د سرحدي مدیریت ته وروستۍ بڼه ورکول د سرحد په اوږدو کې د تروریستي فعالیتونو د مخنیوي په برخه کې د یو موثر اقدام په توګه یاد کړ .

XS
SM
MD
LG