د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشرغني: د پولیو پرضد روانه مبارزه دې وارزول شي


افغانستان د نړۍ په هغو دوو هیوادونو کې شامل دی چې لا هم د پولیو ویرس په کې د ماشومانو ژوند ته ګواښ راولاړوي..

افغانستان د نړۍ په هغو دوو هیوادونو کې شامل دی چې لا هم د پولیو ویرس په کې د ماشومانو ژوند ته ګواښ راولاړوي..

ولسمشر محمد اشرف غني، نن د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د نهو ولایتونو والیانو سره د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ له منځه وړلو په لارو چارو د یو ویډیوي کنفرانس له لارې خبرې کړي دي.

د ولسمشر غني سره په دغه ويديوي کنفرانس کې د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د افغان حکومت نورو لوړپوړو چارواکو هم برخه لرله.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې ښاغلي غني، د خبرو پر مهال، له والیانو څخه د هغوی په اړوندو ولایتونو کې د پولیوپر وړاندې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

ولسمشر غني د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ له منځه وړلو په برخه کې د اوسنیو تجربو ته په پاملرنې د یو دریمګړي بیطرفه بنسټ له خوا د یوې هر اړخیزې ارزونې په ترسره کولو ټینګار وکړ او وې ویل چې باید د ګډې همغږۍ او تمرکز په رامنځ ته کولو سره، له افغانستان څخه د پولیو د ناروغۍ لمن ټوله شي.

ولسمشرغني ویلي چې د دغې ارزونې په رڼا کې به شته ستونزې تشخیص او د لرې کولو لپاره به یې لازم اقدامات ترسره شي.

د افغانستان د ولسمشر د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي امریکا غږ ته وویل، ولسمشر غني ټولو دولتي بنسټونو ته لارښوونه کړې، چې د پولیو د له منځه وړلو په مبارزه کې فعاله ونډه واخلي او په دې برخه کې د بې طرفي د اصل د پرځای کولو په خاطر، د اړتیا پرمهال د سره صلیب او سرې میاشتې له هوایي امکاناتو څخه هم ګټه واخلي.

ښاغلي هاشمي وویل " ولسمشر محمد اشرف غني د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې د پولیو پر ضد د مبارزې د ټیمونو په پیاوړتیا، د واکسیناتورانو په استخدام او د ګرځنده ټیمونو په جوړولو ټینګار وکړ "

ښاغلي هاشمي زیاته کړه، چې ولسمشر غني د پولیو پر وړاندې جدي او قاطع مبارزه د افغانستان د حکومت ملي موخه بولي او ټینګار کوي چې په دې مبارزه کې باید افغانان سل په سلو کې بریالي شی.

دغه راز، له والیانو سره د ویډیو کنفرانس پر مهال د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي، چې افغان حکومت د پولیو پر وړاندې مبارزې ته ژمن دی او زیاته یې کړه چې د همدې موخې لپاره په ټولو ولایتونو کې د پولیو پر وړاندې د مبارزې کمېټې رامنځته شوې دي.

پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ په ټوله نړۍ له مینځه تللی یوازې افغانستان او پاکستان دوه هغه هیوادونو نه دي چې پکې د پولیو ناروغي لا تر اوسه شتون لري.

په تېر میلادې کال کې په افغانستان د پولیو ۱۹ مثبتې پیښې ثبت شوې وې، چې اته پېښې په ننګرهار، څلور په فراه، دوه په هلمند، دوه پیښې هم په کنړ او یوه یوه پيښه په فاریاب، هرات او نمیروز ولایتونو ثبت شوې وې.

په روان میلادې کال کې لا تر اوسه د پولیو کومه پیښه نده را مینځته شوې .

نړیواله ټولنه او افغان حکومت وایي چې دوی هوډ لرې چې د روان میلادې کال تر نیمایې پورې په افغانستان کې د پولیو د ویرس جریان ودروي.

XS
SM
MD
LG