د لاس رسي وړ اتصالات

غني: هغوی چې جنګ کوي په کلکه به وځپل شي


جمهوررئیس غني د دوشنبې په ورځ د افغانستان د پوځي اکاډومۍ اتمې دورې د ۵۵۰ نوو صاحب منصبانو فارغت غونډې ته ویناکوله.

جمهوررئیس غني د دوشنبې په ورځ د افغانستان د پوځي اکاډومۍ اتمې دورې د ۵۵۰ نوو صاحب منصبانو فارغت غونډې ته ویناکوله.

په داسې حال کې افغان حکومت دا مني چې د روانې عیسوي میاشتې په لومړۍ اونۍ کې د افغان حکومت او د طالبانو د ډلو ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو نیټه ځنډیدلې او تراوسه لا د دغو خبرو لپاره بله نیټه نه ده ټاکل شوې، جمهوررئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له طالبانو غوښتي دي چې د جنګ څخه دې لاس واخلي.

د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني نن د دوشنبې په ورځ د مارشال فهیم د پوځي اکاډمۍ اتمې دورې فارغانو یوې غونډې ته په وینا کې پر طالبانو غږ وکړ چې له تروریستي کړیو څخه دې ځانونه بیل کړي او ملت سره دې یوځای شي.

جمهوررئیس غني وویل " طالبانو ته مې پیغام دادی چې که چیرې افغانان یاست له تروریستي کړیو څخه ځانونه جلا کړئ د افغانستان د ملت غیږې ته راشئ، که چیرې پریکړه کوئ چې افغانان نه یاست نو څرګنده یې کړې ".

جمهوررئیس غني وویل افغان امنیتي ځواکونه د اسلام د اصولو پر بنسټ په یوه مشروع جګړه کې د خپلې خاورې څخه په دفاع بوخت دي.

هغه وویل چې سوله غواړي، خو که څوک ورسره جنګ کوي نو هغوی به په سختې سره وځپل شي

جمهوررئیس غني وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو د سبمالولو او پیاوړتیا لپاره دې چمتو دې چې د هرچا دروازه ټک ټک کړي.

د افغانستان جمهوررئیس وویل چې تیرکال د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د نړیوالې ټولنې تعهدات یوازې د نهو میاشتو لپاره وو.

خو هغه وویل چې اوس نړیواله ټولنه افغان امنیتي ځواکونود تمویل لپاره یو پنځه کلن پلان لري.

د جمهوررئیس غني په څیر د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم په یوه بله غونډه کې د وینا په وخت له طالبانو وغوښتل چې د سولې د خبرو بلنې ته دې مثبت ځواب ورکړي.

عبدالله عبدالله چې نن د دوشنبې په ورځ یې د وزیرانو شورا یوې غونډې ته خبرې کولې پرطالبانوباندې غږ وکړ چې د دیني مسولیت له مخې دې له جګړې لاس واخلي.

ښاغلي عبدالله وویل " یو ځل بیا مخالفانو ته بلنه ورکول کیږي، په دې هیله چې په تاوتریخوالي او د بې ګناه خلکو پر وژلو او خلکو ته د مصیبت په رامنځ ته کولو، هغه څه به لاس ته راوړي، هغه هیله دې له مغزو وباسي او دافغانستان د ملي یووالي د حکومت پر حقه اواز ته چې د افغانستان د خلکو پر استازیتوب ترسره کیږي د سولې د بهیر د پیل په برخه کې دې مثبت ځواب ورکړي ".

طالبانو تېره ورځ په یو بیان کې وویل چې د دغې ډلې مشرتابه لا افغان حکومت سره د سولې د خبرو ترسره کولو په هکله پریکړه نه ده کړې.

همداشان طالبانو د سولې د خبرو لپاره خپل پخواني شرطونه هم تکرار کړي چې په کې د افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو وتل، د طالب بندیانو خوشې کیدل او د ملګرو ملتو د بندیزونو له لست څخه د طالب چارواکو د نومونو ایستل شامل دي.

XS
SM
MD
LG