د لاس رسي وړ اتصالات

افراسیاب: تر اپریل به سیمه په منځني ختیځ بدله شي


پاکستاني سیاستوالو د جمهور رېیس غني غوښتنه وکړه چې پاکستان سره خبرو ته دوام ورکړي
پاکستاني سیاستوالو د جمهور رېیس غني غوښتنه وکړه چې پاکستان سره خبرو ته دوام ورکړي

د خیبرپښتونخوا د عوامي ملي ګوند او بلوچستان ایالت د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرانو د خپل سفر په ترڅ کې جمهور رېيس غني ته د پاکستان د صدراعظم نوازشریف پیغام رسولی و چې د دوشنبې نومبر په دیرشمه په پاریس کې د ښاغلي شریف سره د لیدنې بلنه ومني. دا لیدنه نن ماښام وشوه.

سیمه ایز سیاستوال او د پاکستان پخوانی سناتور افراسیاب خټک وایي کابل ته په وروستي سفر کې جمهور ریس غني د پاکستان نه ښکاره غوښتنه وکړه چې د افغانستان خپلواکۍ ته درناوې وکړي او د افغانستان د حکومت په غیر دی بله ډله د افغانستان په استازیتوب په رسمیت نه پیژني.

د بلې ډلې نه هدف د هغو افغان طالب اورپکو دی چې د اسلامي امارت په نوم د افغانستان نه بهر مرکزونه لري او د افغانستان د برحاله نظام او بهرنیو ځواکونو په مقابل کې جنګیږي.

د پاکستان حکومت تردی دمه وایي غواړي د افغانانو په مشرۍ د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري وکړي او هغه افغان طالبان مذاکراتو ته حاضر کړي چې د دوئ خبره پری اثر لري.

ښاغلی خټک پدې باور دی چې که چیرته د راتلونکي کال تر اپریل میاشتې پورې د سولې لپاره کار ونشي، او دواړه اړخونه خبرې او عمل یوشان نه کړي، نو سیمه به د منځني ختیځ په څیر نا امنه وضعیت سره مخامخه شي.

ښاغلي خټک وویل پاکستان باید د افغانستان حاکمیت ته درناوې وکړي او د سولې په برخه کې د افغانستان د امن او ثبات لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

پاکستاني پلاوي په کابل کې د جمهور رېیس غني ټولې خبرې د پاکستان په تړاو سمې ګڼلي چې ګواکې د پاکستان حکومت په خپلو ژمنو کې ریښتینې ندی.

ښاغلي خټک وویل دا ښکاره ده چې په پاکستان کې ځنی داسی عناصر شته چې د افغانستان د نظام په وړاندې جنګیږي، خو داسی نشي کیدی چې دا ډول وسله وال مخالفین موجود وي او د پاکستان حکومت دی د افغانستان سره د ورورۍ او دوستۍ خبره وکړي.

ښاغلي خټک وویل د جمهور رېيس غني نه يي یوه غوښتنه دا وه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د موجوده بی باورۍ او تردد د له منځه وړلو لپاره خبرو او مذاکرو د دوام دروازې بندې نه کړي او تماسونه وساتي. هغه وویل جمهور رېيس ژمنه وکړه چې د خبرو لپاره به زمینه مساعده کړي خو پاکستان باید د ورورګلوۍ ريښتینی لاس ورکړي.

ښاغلی خټک وایي پدې کې شک نشته چې د پاکستان په خارجي سیاست پریکړو کې د پاکستان نظامي حاکمیت ځانګړی نقش لري، خو د حکومتونو ترمنځ د باوري فضا رامنځ ته کول به راتلونکو ګامونو اخستو ته لاره هواره کړي.

XS
SM
MD
LG