د لاس رسي وړ اتصالات

غني: نړۍ د داعش په اړه زموږ خبرداری ته پام و نکړ


جمهوررئیس غني د چهارشنبې په ورځ د یو رسمي هیئت په مشري په دوه ورځنې سفر جرمني ته ولاړ
جمهوررئیس غني د چهارشنبې په ورځ د یو رسمي هیئت په مشري په دوه ورځنې سفر جرمني ته ولاړ

جمهوررئیس غني وايي تیرکال نړیوالو د داعش په اړه د دوی خبرداری ته پام و نه کړ او فکر یې وکړ چې غواړي افغانستان ته د نړۍ پام ورواړوي.

جمهوررئیس غني د افغانستان د وضعیت په اړه د مونشن په کنفرانس کې خبرې وکړي.

د افغانستان جمهوررئیس وویل تیرکال کله چې «موږ» په افغانستان کې د داعش د ګواښ په اړه خبرداری ورکړ، نو داسې وانګیرل شول چې ګوندي د افغانستان جمهوررئیس غواړي چې د نړۍ توجه ځان ته جلب کړي. غني زیاته کړه چې «هیله ده چې نن دغه موضوع څوک رد نه کړي.»

جمهوررئیس غني وايي چې افغانستان ته د سیمې د ټولو هیوادونو څخه، د روسیې او چین په شمول، ناقضین افغانستان ته استول کیږي.

جمهوررئیس زیاته کړه چې القاعده له منځه تللې نه ده. هغه وویل چې هغه وخت چې «موږ» د داعش د ګواښ په اړه غور کوی القاعدې بیرته ځان تنظیم کړ او اوس باید «موږ» د القاعدې نوي ګواښ ته رسیدګي وشي.

جمهوررئیس غني وویل چې پاکستاني طالبان، د حقانې شبکه او نورې ډلې مشترک ګواښ پيښوي او جرمي اقتصاد د دغو ډلو لپاره د فعالیت زمینه برابروي. هغه زیاته کړه چې د انسانانو او مخدره موادو په قاچاق کې هم دغه ډلې لاس لري.

جمهور رئیس غني د نړۍ د هیوادونو، بنسټونو او ټولنو نه غوښتنه وکړه چې د تشدد سره د مبارزې لپاره دې د افغانستان ملاتړ او مرسته وکړي.

د جمهوري ریاست د خبرپاڼې په اساس ویل شوي دي چې غني به د مونشن د کنفرانس په جریان کې د یو شمیر هیوادونو د لوړرتبه چارواکو سره هم وګوري.

د مونشن په کنفرانس کې د امنیت په اړه خبرې کیږي. په دغه کنفرانس کې د نړۍ سیاسي مشران او د نړیوالو سازمانونو استازي ګډون کړی دی.

په کنفرانس کې د تروریزم سره د مبارزې، د مهاجرینو د بحران، سیمه ییز ثبات، د ناټو د راتلونکي او د اقلیم د بدلون سره د مبارزې په اړه خبرې کیږي.

XS
SM
MD
LG