د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني متحده عربي اماراتو ته تللی


د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشري په یو ورځني رسمي سفر پلازمېنې ابوظبۍته تللی.

د افغانستان د جمهوري ریاست د دفتر نه خپرې شوې خبر پاڼه کې راغلي چې جمهور رئیس غني به د دغه سفر په جریان کې د عربي متحده اماراتو د دولت رئیس او ټولو لوړ پوړو مقاماتو سره جلا کتنې کړي او له هغوی سره د کرنې، اوبو او بېلابېلو برخو کې د پانګونې د جذب په ګډون د اقتصادي همکاریو د پراختیا په هکله بحث او خبرې کړي

موږ متحده عربي ته د جمهورریس غني د سفر او افغانستان کې د عربي اماراتو د سرمایه گزارۍ په اړه عربي اماراتو کې د افغان تجاراتو د اتحادېې مشر حاجي عبیدالله صدرخیل وايي چې دا سفر د افغانستان او متحده عربي اماراتو دواړو دپاره ډیر گټور دی. هغه وویل چې عرب او افغان دواړو تجاران او سرمایه گزاران افغانستان کې پانگه اچونې ته لیواله دي خو د امنیت مشکلات ېې مخه نیسي.

حاجي صدرخیل وايي چې دولت چې پانگه والو ته د امنیت ډاډ ورکړي نو خارجي او داخلي دواړه پانگه وال به افغانستان ته مخه کړي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:07 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG