د لاس رسي وړ اتصالات

غزني د ۲۰۱۳ کال لپاره د نړۍ لرغونی ښار


په غزني کې د حکیم سنایي زیارت

په غزني کې د حکیم سنایي زیارت

د ایکو د غړو هیوادونو کلتوري بنسټ د غزني ښار د دوه زره او دیارلسم کال لپاره د لرغونې ښار په توګه ومانه وې ویل د ایکو غړي هیوادونو چې پدې کلتوري مؤسسه کې ونډه لري د غزني د لرغونتوب په بیا را ژوندي کولو کې به مرستې کوي او ددې لرغوني ښار د تاریخي ځایونو په احياء کې به ګڼې پروژې عملي کړي.

د ایکو سیمیز سازمان چې تر ډېره اقتصادي او فرهنګي برخو کې کار کوي نن ددې سازمان فرهنګي مؤسسې په کابل کې خپله پنځمه غونډه درلوده او په ګڼو پرېکړو کې یې د ایکو له غړو هیوادونو غوښتل شوي وو چې د غزني لپاره باید عملي اقدام وکړي او ددې ترڅنګ دې په سیمه کې د کلتوري ساحو په احياء هم فکر وشي.

پدې غونډه کې چې د ایکو د غړو هیوادونو د کلتوري چارو وزیرانو او چارواکو برخه اخېستې وه دا ډول د سیمې د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو په پراخېدو هم ټينګار وشو، د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین وویل چې دې سازمان کلتوري څانګې ګډې فرهنګې غونډې جوړې کړي او د سیمې د هیوادونو ترمنځ یې د همکارۍ یو ښه سیستم را ایجاد کړی

د ایکو سازمان فرهنګي مؤسسه دا مهال څلور دایمي غړي افغانستان، ایران، پاکستان او طاجکستان لري، ترکیه او قرغیزستان به ژر دایمي غړیتوب ترلاسه کړي ، ازبکستان او ترکمنستان به ژر ددې مؤسسې اساسنامې لاسلیک کړي او غړیتوب به ترلاسه کړی.

پدې غونډه کې دا ډول پرېکړه وشوه چې د ایکو د فرهنګې مؤسسې بله ناسته دوه کال وروسته ده او په تاجکستان کې به ترسره شي

XS
SM
MD
LG