د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو ویلي د غزني برید یې د پسرلي د عملیاتو پیل وو


Archive
Archive
طالبانو د افغانستان د غزني په ولایت کې د درو تنو پولیسو د وژنې مسولیت په غاړه اخیستی دی چې په کښي د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ مرستیال قوماندان محمد حسن خان هم شامل دی.

طالبان وايي چې د غزني ولایت بمي چاودنه د دوي د پسرلي عملیاتو پیل لمانځي.

سیمه ایز چارواکي وايي چې پېښه ددغه ولایت د زنا خیلو په ولسوالۍ کې شوې ده او په کښي د ولایت د امنیې قوماندان د مرستیال ترڅنګ د هغه دوه ساتونکي وژل شوي دي او دوه تنه نور یې ټپیان شوي دي.

د اپریل میاشت د مخه لا په روان کال کې په ټول افغانستان کې د بریدونو له لحاظه تر ټولو خونړۍ میاشت ګرځېدلې ده. دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان په ۱۱ کلنۍ جګړې کې سږکال افغان ملی امنیتي ځواکونو د افغانستان د زیاتې برخې د امنیت مسولیت په مستقله توګه په غاړه اخیستی دی.


د شنبې په ورځ هم ناټو وویل چې د افغانستان په جنوب کې یې یوه الوتکه رالوېدلې ده او څلور تنه عسکر یې په کښي وژل شوي دي. دغه سازمان ویلي دي چې د الوتکې د رالوېدلو سره د دښمن هیڅ تړاوو نه وو نه په سیمه کې دښمن کوم فعالیت درلودی. د ایتلاف ځواکونو د الوتکې د رالویدو سیمه محاصره کړې او د الوتکې د سقوط د لامل په هلکه پلټنې روانې دي. ناټو نه دي ویلي چې پېښه په کوم ولایت کې رامنځ ته شوې ده. خو د زابل ولایت د امنیې قوماندانۍ مرستیال محمد جان رسول یار د شنبې په ورځ وویل چې د شنبې په ماسپښین په دغه ولایت کې د بهرنیانو یوه الوتکه رالوېدلې ده.


همداشان ناټو وايي چې افغان ځواکونو د شنبې په ورځ ۶ یاغیان نیولي دي. درې تنه د هلمند په ولایت کې ، دوه تنه د بغلان په ولایت کې او یو کس هم د کندهار په ولایت کې نیول شوی دي.
XS
SM
MD
LG