د لاس رسي وړ اتصالات

د غزني د انتخاباتو وروستۍ نتیجه اعلان شوه


د غزني د انتخاباتو وروستۍ نتیجه اعلان شوه

د غزني د انتخاباتو وروستۍ نتیجه اعلان شوه

د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون د انتخاباتو وروستئ نتیجې اعلان کړې. ددغو انتخاباتو په دوران کې د گډوډېو او درغیلو الزامونه لگېدلي وو.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون نن وویل چې د غزني په ولاېت کې ټول ١١ پارلماني څوکۍ هزاره گانو گټلي دي او پښتانه چې ددغه ولایت د ټول نفوس ډیره برخه تشکیلوي د غزني نه به په نوي پارلمان کې استازي نلري.

د سپټمبر په ١٨ نېټه په دغه ولایت کې د رایې ورکولو ډیر مرکزونه د بې امنیتئ په وجه تړل شوي وو.

د انتخاباتو د وروستیو نتیجو اعلانول د رایې ورکولو په وخت د بې نظمیو او درغلیو په وجه ډیر وځنډېدل.

د انتخاباتو مامورانو په ټول هېواد کې ٢۴ تنه کاندیدان چې انتخابات یې گټلي وو غیر مستحق او نااهله اعلان کړل او د ټولو شپږ اعشاریه میلونه رایو د جملې نه یې تقریبا دریمه برخه رایې باطلې کړې.

XS
SM
MD
LG