د لاس رسي وړ اتصالات

ریوننټ فلم د ګولدن ګلوبز جایزو کې ډیر وځلید


ریوننټ فلم د یو سرحدي سرتېري پر ژوند څرخي چې له کړاوونو او سختیو سره مبارزه کوي.
ریوننټ فلم د یو سرحدي سرتېري پر ژوند څرخي چې له کړاوونو او سختیو سره مبارزه کوي.

د یکشنبې په ماښام میلیونونو امریکايانو او د سینما او موسیقۍ مینه والو د نړۍ په نورو برخو کې د ګولډن ګلوبز د ۷۳ کلنيو جایزو پروګرام ولید.

د دغه پروګرام د ویندويۍ چارې برتانوي ټوکمار ریکي جېرویس ته ورترغاړې وې.

د ریوننټ فلم د ۲۰۱۶ کال کې د ډراماتیک فلم جایزه وګټله.

دغه فلم د یو سرحدي ساتونکي پر ژوند څرخي چې د یو وحشي ژوي – خنزیز- له برید وروسته، د ژوند له کړاوونو او کږلیچونو څخه د وتلو لاره لټوي. د غوره ډراماتیک فلم،ډایریکټر او ستوري جایزې همدغه فلم وګټلې.

د ریوننټ فلم لیکونکي، ډایریکټر او پروډیوسر الجندرو ګونزالیز له امریکایانو څخه مننه وکړه چې دغه فلم یې د بریالیتوب پوړ ته ورسوه.

لیونارډو ډیکپرو د غوره ډراماتیک ستوري جایزه وګټله، هغه په همدغه فلم کې لوبېدلی و.

دا د ګولډن ګلوبز ۷۳ مراسم وو.
دا د ګولډن ګلوبز ۷۳ مراسم وو.

سیالویسټر سټالیون ته د غوره مرسته کوونکې اکټرې جایزه ورکړل شوه. د مارټن فلم ته د کمیډین یا غوره مزاحیه فیلم جایزه ورکړل شوه.

د روم د فلمې ستورې بری لارسن بیا د غوره ډراماتیکې اکترې جایزه ترلاسه کړه، هغه په فلم کې د یوه مور رول لوبولی چې له خپل زوی سره یوځای بندي وي.

جنیفر لارونس ته بیا د غوره ټوکمارې جایزه ورکړل شوه، هغه د جوای په فلم کې د یوې پانګوالې کورنۍ د بنسټ اېښودونکې رول لوبولی دی.

له فلمونو اخوا، رابرټ ته بیا د غوره تلویزوني ډرامو او موزارت ته د غوره موسیقي غږوونکي جایزې ورکړل شوې.

جان هم د خپل تلویزوني سریال، مډمن، له کبله د غوره ډراماتیک تلویزوني اکټر جایزه واخیسته.

ډینزل واشنګټن ته بیا د سیسلي بي ډيمیلی کلنۍ جایزه ورکړل شوه. هغه د جایزې د ترلاسه کولو پر مهال خپله میرمن او درې اولادونه هم سټیچ ته را وبلل چې د خوښې دغې شېبې ونمانځي.

دا د ګولډن ګلوبز ۷۳ مراسم وو چې په کې غوره فلمونو، غوره لوبغاړو، غوره ډرامو، ډایریکټران او نور وویاړل شول.

XS
SM
MD
LG