د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهوري غوښتونکو په مناظره کې ورک ټکی – افغانستان

  • اکمل داوی

په مناظرې کې ۱۱ کاندیدانو ګډون کړی و

په مناظرې کې ۱۱ کاندیدانو ګډون کړی و

د امریکا د ولسمشری لپاره جمهوري غوښتونکو کاندیدانو د ګڼو هیوادونو په اړه خپل دریځونه بیان کړل خو د افغانستان په اړه یې څه نلرل.

د چهارشنبې په شپه میلیونونو امریکایانو د سي ان ان د ټلویزیون نه د راتلونکي کال د ولسمشری ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکي ګوند د مخکښو کاندیدانو منظاره ولیده.

د مناظره مهم ټکي د امریکا د اقتصاد ځواکمنول، د سیاسي نظام سمون، د ناقانونه کډوالو د کړکیچ هواری او د روغتیايي خدماتو د سیستم رغول وه.

پر نړیوال چارو او پکښې د امریکا د ونډې په هکله هم تود بحث وشو.

ایران سره د اټمي جوړجاړي موضوع ډیره مطرح شوه او کاندیدانو پدې اړه بیلابیل اندونه لرل. ځينو يې وویل چې که يې ټاکنې وګټلې نو له ایران سره اټمي تړون به سملاسي فسخ کړي.

ټولو کاندیدانو پر ولسمشر باراک اوباما کلکې نیوکې وکړې چې ګواکي د اټمي تړون په مټ يې له ایراني رژيم سره مرسته وکړه. سناتور مارکیو روبیو آن وویل چې ولسمشر اوباما تر اسرايیلي صدراعظم ډیر د آیت الله خامنه اي انډیوال دی.

د روسيې د ولسمشر ولادیمیر پوتین نوم هم ډیر واخیستل شول او هر کاندید له مسکو سره د امریکا د اړیکو په اړه بیلابیل نظر درلود. ځينو د ښاغلي پوتین په وړاندې د کلک او پریکنده دریځ لیواله و خو امریکايي میلیاردر، دونالد ترمپ، چې تر دې دمه له خپلو ټولو سیالانو نه مخکې ګڼل کیږي وویل دی به له ولسمشر پوتین سره اغیزناکه اړیکي وپالي.

نږدې ټولو کاندیدانو اسلامي اورپکتوب د امریکا د ملي امنیت لپاره ستر ګواښ وباله او هر یوه ټینګار درلود چې د اسلامي دولت ډله باید له منځه یوړل شي.

افغانستان

د تیرو ټاکنو برعکس، د جمهوري غوښتونکو پدې مناظره کې د افغانستان سره د اړیکو او د طالبانو په ضد جګړې په اړه هیڅ ونه ویل شول.

د افغانستان نوم یوازې دوه ځلې واخیستل شو او هغه هم دا چې آیا په ۲۰۰۱ کال کې پر دې هیواد پوځي یرغل سم کار و که نه.

جب بوش، د پخواني ولسمشر جورج بوش ورورو، د دې یرغل ننګه وکړه او وې ویل چې د جورج بوش تګلارو امریکا خوندي وساتله.

سکات واکر، د وسکانسن والي او د ولسمشری کاندید، بیا وویل چې د اسلامي دولت ډله د افغانستان په ګډون د نړۍ په بیلابیلو سیمو کې د واک موندلو هڅې کوي او امریکا يې باید مخه ونیسي.

د مناظرې ګډونوالو د افغانستان د راتلونکي په اړه او دا چې امریکا باید تر ۲۰۱۶ کال وروسته پدې هیواد کې څه ونډه ولري، هیڅ ونه ویل.

XS
SM
MD
LG