د لاس رسي وړ اتصالات

یونان په غوڅ اکثریت د پور ورکونکوو شرطونه رد کړل


اسوشیټډپریس رپوټ وایی، چې د یونان ریفرنډیم یا د ټولپوښتنې د نتایجو وروسته د یورو نرخ رالویدلی دی.

په داسې حال کې چي د یو نان د ریفرنډیم نتایج راغلي دی د پانگه والو د غبرگون له امله د یورو ارزښت لاندی لویدلی دی.

د یونان د خلکو اکثریت د اقتصادی اصلاحاتو وړاندیز چې یونان ته د پور ورکونکو لخوا وړاندی شوي و، د نورو پورونه د وکړې پرضد رایي ورکړې.

د یونان حکومت د ریفرینډم ارقام خپاره کړی دی چې د هغي په اساس ٦١.٣١ فیصده خلکو د ،نه، رایه ورکړي او ٣٨.٦٩ فيصده خلکو د،هو، رایه ورکړي ده.

د یونان صدراعظم ایکس څیپرس ویلې، د پورونو په اړه په ټول پوښتنه کې د نه رایه ورکولو د نتیجه څخه دا معلومیږی چې ډیموکراسي زرو او گواښونه نه مني.
د یونان صدراعظم ایکس څیپرس ویلې، د پورونو په اړه په ټول پوښتنه کې د نه رایه ورکولو د نتیجه څخه دا معلومیږی چې ډیموکراسي زرو او گواښونه نه مني.

د نه رایو ورکول یونان په یو خاص موقیت کې درولي دی، او ددی خطر یی زیات کړي چې د ١٩ هیوادونو اتحادیه چې یوه مورجه سکه پکې چلیزي، یونان به تری وایستل شي.

داسي تمه ده، چې یونان او دغه هیواد ته د پور ورکونکو ترمنځ به خبري پیل شي، چې په اقتصادی توگه دغه هیواد د ژغورلو دپاره یو پکیج برابرکړل شي، خو تر اوسه لا دا نه ده معلومه چې یو جوړجاړي ته د رسیدو لپاره څومره امکانات شنه. د اروپاېې شورا رئیس ډونلډ ټسک ویلې دی چې د اروپایی زون غونډه یی د دوشنبې په ورځ رابللۍ ده چې د یونان په وضیت خبري وکړي.

د یکشنبې په ورځ په یونان کې رایه ورکونکو په ښکاره د پور ورکونکو هغه غوښتنه چې حکومت دی خپل مصارف کم کړې او اقتصادی اصلاحات دی راولي چې نور پورونو ترلاسه کړی، رد کړه.

د یونان د حکومت مخالفو سیاسي گوندنو صدراعظم الیکس څیپرس په دی تورن کړي چې په یورو زون کې یی د یونان غړیتوب د مشکل سره مخ کړی دی. او واېې په ریفرنډم کې د هو راه د یوی سکې د استعمال دپاره وه.

جرمنې او فرانسي د نه رایه وروسته د اروپایی اتحادی غونډه راغوښتتې ده.

د یونان صدراعظم څیپرس ویلې، د پورونو په اړه په ټول پوښتنه کې د نه رایه ورکولو د نتیجه څخه دا معلومیږی چې ډیموکراسي زرو او گواښونه نه مني.

ښاغلي څیپرس وویل، یونان دی ته لیواله دی چې خبري بیرته پیل کړي، خو دا وار د پورونو مسله به د مذاکراتو موضوع وي.

هغه د یکشنبې په ورځ له هغه وروسته چې د حکومت ملاټر کوونکو په ټول پوښتنه کې په اکثریت د نه رایه ورکړه په ژوندی بڼه په تلویزیون کې وینا وکړه او د یونان خلکو څخه یی مننه وکړه چې زړوتیا یی ښه انتخاب دی.

د جرمنې صدراعظمې انگلا مرکل او د هغه هیواد د مالیی وزیر زیگمارگیبریل واېې، چې د یونان حکومت خپل خلک د پورونو ورکولو دپاره د نا امیدی او یوی سختي لاری په لور روان کړی دی.

زیگمار گیبریل، د جرمني ورځپاڼی تاگ سپیگل ته وویل چې ایلکس څیپرس دا ادعا کړی وه چې د نه رایه به د یونان د مذاکراتو کولو موقف کلک کړي. خو په حقیقت کې د یونان صدراعظم اخرنۍ هیلی هم وراني کړي چې کیدای شوای چې اروپا او یونان یو جوړجاړي ته رسیدلی واي.

د یونان د اپوزیسون مشر اینتونس سمارس په ټول پوښتنې کې د سختي ماتي وروسته خپله استعفا اعلان کړه.

هغه وویل یونان باید خپل منځي اختلافات ترشا پریږدی اوحکومت به هغي ژمنې را ټینگ کړی، چې د پور ورکونکو سره په چټکه د یوي موافقي دپاره لاره پیدا کړی.

کله چې د ټول پوښتنې نتایج معلومه شول، چې د یونان اکثریت خلکو د نه رایه ورکړه، د حکومت زرگونو ملاتړي د اتن په مرکزی څلور لاری کې راغونډ شوي وو او د یونان بیروغونه یی رپول او د نه د نه شعارونه یی ورکول.

XS
SM
MD
LG