د لاس رسي وړ اتصالات

یونان د ټولټاکنو پایلو لا بې ثباته کړ


په یونان کې رای ورنکونکو دغه هیواد د لازیاتې بې ثباتې پر خوا یوړی او د یکشنبې د ورځې په ټولټاکنو کې یوه ګوند هم کافي رایې ترلاسه نکړې چې حکومت تشکیل کړي.د ټولټاکنو د پایلو نه معلومېږي چې ددغه هیواد د نوې ډیموکراسۍ په نامه محافظه کار ګوند ۱۹ په سلو کې رایې ګټلي دي چې د نورو ټولو ګوندونو په پرتله یې رایې ډیرې دي خو بیا هم دومره رایې نه دي چې په لړ کې یې حکومت تشکیل شي.

د پوساک سوسیالیست ګوند یواځي ۱۴ په سلو کې رایې ګتلي دي په داسي حال کې چې یواځي درې کاله مخکي یې په ټولټاکنو کې ۴۴ په سلو کې رایې ګټلې وې او په یونان کې یې واک ترلاسه کړی و.

په عین حال کې د اروپايي اتحاد د مالي مرستې ضد او چپي ګوند ۱۷ په سلو کې رایې ګټلي دي.

د نوې ډیموکراسۍ د محافظه کاره ګوند مشر انتونیس سمارس اوس درې ورځې وخت لري چې یو نوی ایتلافي حکومت تشکیل کړي. تمه کېږي چې هغه به نن ناوخت د ایتلافي حکومت د جوړولو خبري پیل کړي. که چیري هغه ونشي کړای چې ایتلافي حکومت تشکیل کړي نو بیا موقع کوچنیو ګوندونو ته ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG