د لاس رسي وړ اتصالات

یونان ته د مرستې ورکولو ژمنې، د اسهامو بیې لوړې کړې


د مالي ژغورنې لپاره د ۲۷۰ میلیون ډالري پور تړون، یونان ته فرصت ورکوي چې په راتلونکې اونۍ کې له ممکنه دیوالي کیدو څخه وژغورل شي.

د مالي ژغورنې لپاره د ۲۷۰ میلیون ډالري پور تړون، یونان ته فرصت ورکوي چې په راتلونکې اونۍ کې له ممکنه دیوالي کیدو څخه وژغورل شي.

وروسته له هغه چې دیونان حکومت او اروپايي پور ورکوونکي، ېونان ته د بیړنۍ مرستې په غزولو سلا شول او یونان یې له احتمالي دیوالې کیدو وژغوره د جمعې په ورځ په امریکا کې د اسهامو بیې لوړې شوې، خو ډیرې نورې ستونزې لا په خپل ځای پاتې دي.

اروپايي پور ورکونکو د یونان حکومت ته څلورو میاشتې وخت ورکړی، چی هغه پور چی ېونان ته د دیوالي کېدو نه دژغورنې لپاره ورکړل شوی دی بېرته ورکړي، خو د جبري اقتصادي ریفورمونو لپاره باید په دوو ورځو کې خپل پلانونه وړاندې کړي.

د پیسو د نړیوال صندوق اداري رئیسه کریستن لاګارډ وايي " غوږ شﺉ داسخت کار و، خو بالاخره ېې تعمیري بڼه غوره کړه، خو دا دکار پیل دی، اوس باید کار وکړو، مونږ باید له دوی سره د اصلاحاتو په پلي کولو کې مرسته وکړو، هرڅه مقایسه کړو او په دې ځان ډاډه کړو چې وبه پایي. خو دا د دې بهیر پیل دی "

کله چې اروپايي پور ورکوونکو د پور د بېرته ورکولو لپاره یونان ته اضافي وخت ورکاوه د حکومت پلویان د جمعې په ورځ په آتن کې د پارلمان له ودانۍ څخه د باندې راټول شوي وو.

د مالي ژغورنې لپاره له سره کتل شوی ۲۷۰ میلیون ډالري پور تړون، یونان ته د دې فرصت ورکوي چې په راتلونکې اونۍ کې له ممکنه دیوالي کیدو څخه وژغورل شي.

د یونان د مالیې وزیر یانس واروفیکس وویل دا تړون دواړو غاړو ته د یوه بل پړاو د د پیل فرصت ورکوي.

ده وویل "سر له نن څخه مونږ یوځای خپل برخلیک د برابرۍ په فضا کې لیکو او هغه اصلاحات هم په گډه لیکو چې مونږ به یې عملي کړو، له خپلو شریکانو سره به خبرې پرې وکړو. موږ به دا گامونه د یونان د خلکو د ټولنیز اقتصاد د سمون لپاره چی په مهلک ډول خراب شویدی، د وسلې په توګه وکاروو. "

د ایرو ګروپ جورن دیسلبلوم مشر وايي دغه تړون به یونان ته فرصت ورنه کړي چې سمدستي دې د تنگسې د وخت داقداماتو، ناوړه اغېزې په شا وتنبوي "د یونان چارواکو کلکه ژمنه وکړه، او دا به سمدستي عملي وي چې له نیول شویو تدابېرو څخه په شانشي. داسې یو اړخیزو اقداماتو څخه ډډه وکړي چې مالي اهدافو، د اقتصاد په بېرته ښه کېدو او مالي ثبات باندې، ناوړه اغیز کوي."

د اروپا مرکزي بانک او د پیسو نړیوال صندوق د یونان د بشپړې اقتصادي افلاس د مخنیوي لپاره، دغه هېواد ته د مالي ژغورنې د اړتیا وړ پور ورکړ.

خو د پور په معامله کې له یونان څخه غوښتل شوي چې په عامه چارو کې د پېسو په مصرفولو کې ژور کموالی راولي کوم څه چې ډېری یونانیان وايي بې دلیله سختۍ رامنځته کوي.

XS
SM
MD
LG