د لاس رسي وړ اتصالات

یونان کې زوړ بمب زرګونه کسان له کورونو وویستل


په ۲۰۱۳ کال کې جرمني هم د دویم نړیوال جنګ دغه بمب خنثی کړ
په ۲۰۱۳ کال کې جرمني هم د دویم نړیوال جنګ دغه بمب خنثی کړ

په یونان کې پولیسو ۷۰۰۰۰ کسان له کورونو وویستل چې د دویې نړیوالې جګړې څخه یو پاتې شوی او موندل شوی لوی بمب خنثی کړي.

دغه بمب چې ۲۵۰ کیلوګرامه چاودیدونکي توکي په کې وو، هغه مهال وموندل شو چې د تیلو د ستېشن لپاره په دغه سیمه کې ځمکه کېندل کېدله.

پولیس د یونان په دویم لوی ستر ښار، سالونیک- ثیسالونیکي- کې کور په کور وګرځېدل، دروازې یې وټکولې چې خلکو ته له کورونو د وتلو خبر ورکړي.

پولیسو تر ډېره هغه خلکو ته د کورونو د پرېښودو وویل چې د بمب د خنثی کولو د ځای په دوه کیلومېترۍ کې اوسېدل.

یو شمېر خلک په خپلو ګاډو کې کېناستل خو ډېر نور بیا په لویو بسونو کې د لوبو میدانونو او نورو ځایونو ته ولېږدول شول. پولیسو یو شمېر کډوال هم چې دغلته نژدې اوسېدل، د ښار په یوې بلې څنډې کې میوزیم ته انتقال کړل.

چارواکو وویل چې دا عملیات به په یوه ورځ کې وشي خو د بمب د خنثی کولو شرکت وویل چې شاید ډېر وخت ونیسي. د یونان مطبوعات وايي برتانوي الوتکو په ۱۹۴۳میلادي کال په دویم نړیوال جنګ کې دا بمب غورځولی و.

XS
SM
MD
LG