د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا نوی ځانګړی استاځی اسلام آباد ته رسیدلی


د امریکا نوی ځانګړی استاځی اسلام آباد ته رسیدلی

د امریکا نوی ځانګړی استاځی اسلام آباد ته رسیدلی

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا نوي خاص استاځي نن دوشنبې په اسلام اباد کې د پاکستان د صدراعظم سره وکتل.

د امریکا او پاکستان اړیکې د سي آی اې د یو قراردادي په سر چې په پاکستان کې یې دوه کسان ویشتلي او وژلي تر ټولو بد وضعیت کې دي.

واشنگټن ویلي، قراردادي ریمونډ الن ډیویس دیپلوماتیک مصونیت لري او د غلو نه د ځان ساتلو په هدف یې له ځان نه دفاع کړې. پاکستان د هغه د خوشې کیدو مخالفت کړی او وايي قضیه به یې محکمه فیصله کړي.

صدراعظم یوسف رضا گیلاني د مارک گروسمن سره تر لیدنې لږ مخکې خبریالانو ته وویل حکومت د ډیویس دوسیه په ډیر دقت څاري.

د امریکا سفارت ویلي ځانگړي استازي د یکشنبې په ورځ د پاکستان د مالیې د وزیر عبدالحفیظ شیخ سره هم لیدلي دي.

XS
SM
MD
LG